<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-22 10:13:44    
امريکی د ذروي امنيت په باب د پاکستان او هند د ديالوګ له امله هرکلی څرګند کړ

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د امريکی د خارجه وزارت نطاق ريچارد بوچير د جون په ٢١ نيټه وويل چه د امريکی حکومت د ذروي امنيت د مسئلې په باب د پاکستان او هند ترمنځ دخبرواترو له امله هرکلی کوی .

بوچير په همدي ورځ په مطبوعاتی کنفرانس کی وويل ، د امريکی حکومت په خوښۍ سره وليدل چه په دي وروستيو وختونو کی د هند او پاکستان ترمنځ يو لړ خبرې اترې شوی دي . امريکا د دغو دوو هيوادونو د هغو هلوځلو ډيره قدردانی کوي چه د خپل منځی خړپړتيا د کمښت لپاره يي کړی دي .

د هند او پاکستان ديپلوماتيکو مامورينو د جون په ١٩ او٢٠ نيټه د ذروی امنيت په هکله سره خبرې اترې وکړې چه دا له هغه وخته راپديخوا د نوموړي مسئلی په هکله د دواړو هيوادونوترمنځ لومړنی خبری اترې وې کوم چه په ١٩٩٨ کال کی دواړو هيوادونو په وار سره ذروي ازموينی ترسره کړی وې .