<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-22 16:22:33    
مور زما په زړه کی بله ډيوه ده

cri

ژنګ چانګ سيا د چين د خه نان ولايت د دنګ فونګ ښار د عامه امنيت د رياست رييسه وه ٠ د ٢٠٠٤ کال د اپريل د ١٤ مې نيټې په شپه ،هغه د يوې لويي قضيي د کشف لپاره د کار په لاره کی ناڅاپه له ترافيکې پيښې سره مخامخه شوه چه له بده مرغه وفاته شوه او هغه ٤٠ کلنه وه ٠نوموړی په ١٩٨٣ کال کی د عامه امنيت په کار کی د ګډون کولو راهيسي ، د يوې ولسي پوليسی په توګه په وفادارۍ سره خپله مقدسه دنده تر سره کوله او په معمولي کارونو کی به يي غير عادي موفقيتونه تر لاسه کول ، نو د ولسونوله خوا يي ډيره لوړه درناوي ، مينه او ستاينه حاصله کړي وه او په وار سره يي د څه د پاسه ٤٠ ځلو لپاره افتخاري لقبونه تر لاسه کړي وو٠

د اپريل له ١٥ مې نيټې نه تر ١٧ مې نيټې پوري په درو ورځو کی،د دنګ فونګ ښار له يو لکو نه زياتو تنو اوسيدونکو پخپله خوښه د ژنګ چيانګ سيا د ميړنې له امله خواشيني څرګنده کړه او ور سره يي خداي په امانی وکړه ٠

١٤ کلنه نجلۍ ليو چون ايو يوه يتيمه ده او دري کاله دمخه يي پلارد معدن په يوه پيښه کی مړ شو او مور يي هم د زړه د ناروغۍ په اثر مړه شوه ٠ هماغه وخت نه

ژنګ چانګ سيا د نجلۍ ليو چون ايو د پام کولو او روزلو دنده او ددې د ژوند او زده

کړې فيسونه په غاړه واخيستل ، نو ليو چون ايو ژنګ چانګ سيا مور ژنګ وبلله٠

د مور ژنګ چانګ سيا د ناڅاپې مړينې نه وروسته نجلی ليو چون ايو د مور او لور ترمنځ د ژورو احساساتو د يادونې لپاره دري درسي مقالې وليکلې چه يوه يي دا ده :

زما مور ژنګ چانګ سيا له دنيا نه لاړه ٠هغه په دومره تلوار او ناڅاپه توګه له دنيا نه تللي چه حتي يي يوه خبره هم ما ته نه ده پاتي کړی ٠

زه پخوا يوه يتيمه ومه او دري کاله دمخه رييسې ژنګ چانګ سيا زما د کورنۍ د حالت د معلومولو نه وروسته هغې زه د لور په حيث ومنلم او زما د پام کولو او روزلو دنده او زما د زده کړې او ژوند فيسونه يي په غاړه واخيستل ٠ هرکله چه هوا بدليده ، هغې زما لپاره مناسب کالي اخيستل او کله نا کله يي زما لپاره د زده کړې لوازم او د لوستلو وړ کتابونه او د چيني او خارجي ماشومانو هنري اثار اخيستل ٠ زما مور په کارکی ډيره بوخته وه ، خو هغې تل د يوې لور په شان يادولم او ما ته به يي تيلفونونه کول تر څو زما د زده کړې او ژوند حإلت معلوم کړي ٠ د جشنونو او رخصتيو په ورځو کی به هغې د سيل لپاره بهر ته هم وړلم ٠ په ٢٠٠٢ کال کی مونز يو ځای د جنګ جو ښار د موزيم څخه هم ليدنه کتنه وکړه ٠ هرکله چه به مور راڅخه راتله ،نو تل به يي پخپله نوي جامې راته اغونستلې او هر کله چه به مي تقديرنامې او جايزې د ښې زده کړې لپاره تر لاسه کولې هغې به ليدلې ، هميشه به يي زه په خپل غيږ کی نيولم او په ډيرې صميمي لهجې به يي هڅولم تر څو ښه زده کړه وکړم ٠که څه هم له ما سره يي د ناستي او ولاړې وخت کم و ،خو هغې ما ته د مور ژوره مينه راکړی وه ٠ دغه مينه زه په ژبه نه شم څرګندولې او ما ته يي بي حده قوت او ګرمی راکړی وه ٠

که څه هم دري کاله لا نه و پوره شوی چه مور را سره اشنا شوی وه ، خو ما ته د

مور مينه او صميمي لارښوونه او د هغې ښه اخلاق د تل لپاره د هغې د لور په توګه زما په زړه کی بله ډيوه ده او تل به زما د وړاندي تګ لاره روښانه کړي ٠ زه به د خپلې دې مور لاره تعقيب کړم اوپه ښه توګه به کلتوري او علمي معلومات زده کړم څو چه په راتلونکې وخت کی د هغې په شان د خپل وطن او خلکو لپاره خدمت وکړم او د خپلې دې مور د لوړ نوم د ساتلو وياړ تر لاسه کړم ٠