<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-22 16:26:03    
زلميانو او کوچنيانو ته د وطن دوستې روزني د ور کولو فعاليت شروع شويدی

cri

په چين کی زلميانو او کوچنيانو ته د وطن دوستې روزنې د ورکولو لپاره د کتابونو لوستلو د ١٢ مې دورې فعاليت د جون په نيمايي کی د جي لين ولايت په مرکز چانګ چون ښار کی شروع شو ٠ د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستياله او د ښځو د ملي اتحاديي رييسه ميرمنې ګو سيو ليان دې فعاليت ته په يوه تبريکيه ليک کی وويل چه د ١١ کالو راهيسي ، د کتابونو د لوستلو فعاليت تل زلميانو او کوچنيانو ته د ايديالوجيکي او اخلاقي روزنې د ورکولو په سمې لور باندی ټينګار کړی او د زلميانو او کوچنيانو د سالمي ودې لپاره يي خدمت تر سره کړی چه نه يوازی يي ښه ثمرونه تر لاسه کړی ، بلکي يي پراخه ټولنيزه اغيزه هم رامنځ ته کړيده ٠

د معلوماتو له مخي ، په چين کی زلميانو او کوچنيانو ته د وطن دوستې روزنې د ور کولولپاره د کتابونو د لوستلو فعاليت په ١٩٩٣ کال کی شروع شوي او له هغه وخت راهيسي ، په ٢٦ ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو کی په عمومي توګه ٣٩٠ مليونو تنو زلميانو او کوچنيانو د وطن دوستې ايديالوجۍ او اخلاق روزنه منلي ده

ميرمنې ګو سيو ليان په ليک کی دې ته اشاره وکړه څرنګه چه نابالغو کسانو ته د ايديالوجکي او اخلاقي روزني ور کول د هيواد د راتلونکې او د ملت له برخليک سره

نژدې اړيکي لري ، نود چين د کمونست ګوند مرکزي کميټه ور ته په ډيره درنه سترګه ګوري ٠

اوس د لوستلو وړ کتابونه د زلميانو او کوچنيانو د عمرونو سره سم په بيلا بيلو شکلونو چاپ شوي او محتويات يي عمده هغې ژوندي اواغيزه مني کيسې دي چه د نابالغو کسانو له ژوند سره نژدي اړيکی لري اومعلوماتي،د علاقې وړ اوعلمي خصوصيتونه لري ٠

دغه فعاليت به هم د مقالو د راټولولو د مسابقې ، د کيسو ويلو د مسابقې ، د وينا کولو د مسابقی او په کمپيوتري شبکه کی د معلوماتي مسابقې په شکلونو سره ،د کتابونو لوستل له اخلاقي روزنې سره وتړي څو چه ګڼ شمير زلميان او کوچنيان په فعاليت کی د ګډون له لاري په پر له پسي توګه خپله اخلاقي سويه لوړه کړي ٠