<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-23 19:35:57    
د هند او پاکستان ترمنځ د اوبود منابعو په باب په خبرو اترو کې پرمختګ تر لاسه شو

cri
د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د هند او پاکستان حکومتي مامورينو د جون په دوه ويشتمه نيټه په نوي ډيلي کې د هندد سيند د اوبو د منابعوڅخه د ګډې استفادي د مسئلې په باب د يوي ورځې له پاره خبرې اترې وکړي ٠ د خبرو اترو نه وروسته د دواړو خواوو له خوا يوه ګډه اعلاميه خپره شوه ٠ د هند استازي او د هغه هيواد د اوبود منابعو سکرتر دوګال وويل چه په خبرو اترو کې دواړه خواوي د نوموړي مسئلي په اړه د اختلافونو د حل وفصل د طريقې په هکله اساسأ موافقي ته رسيدلي دي ٠ هند موافقه وکړه چه د پاکستاني پيشنهاد له مخې په نوموړي سيند کې د بريښنا د توليدولو د مرکز د پروژۍ په هکله ځيني اصلاحات راوړي ٠ د پاکستان استازي او د هغه هيواد د اوبو او بريښنا سکرتر محمود وويل چه په خبرو اترو کې د دواړو خواوو له پاره ګټوري نتيجې ترلاسه شوي دي ٠