<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-23 20:33:40    
هغې د خپلو کليوالو دژوند د ښه والي له پاره ډير کوشش کړي دي

cri

ميرمن جاو جون سيان د لويديځ چين دسي ان ښار د لين تونګ د سيمې يو ه بزګره د ه او د ټول هيواد د هغو لسو تنو نمونوي ښځينه وو بزګرانو څخه ده چه د تير فبروري د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه د چين د کرنې او ځنګلداري د وزارتونو او د چين د ښځو د ملي اتحاديي په ګډون دنولسو وزارتونو او سازمانونو له خوا په ګډه ټاکل شوي ده ٠ ميرمن جاو له يوې معمولي کليوالې ښځې څخه يوه مشهوره کليواله صنعتګره ګرزيدلې ده ٠ د هغې د کوششونو له لارې خپله غريبه او بي وزلې کورنی په داسي زراعتي فارم بدل شوي چه مساحت يي شلو هکتارو ته او جايدادونه يي څه د پاسه پنځو مليونو ژن مين بي يوانو ته رسيدلي دي ٠ د شلو کالو نه راهيسي د هغې تر لارښونې لاندې د محلي سيمې بزګرانو څه د پاسه څلويښت مليونه ژن مين بي يوانه زياتې ګټې اخيستي دي ٠ په ١٩٨١ کال کي د ميرمن جاو کورنې په کلي کي ډير ه غريبه کورنې وه ، د خاوند پلار ، مور او څلورو کشرو وروڼو ټولو دهغې او دده خاوند په اتکا ژوند کاوه ، له غربت څخه د خپلې کورنې ژوند د ژغورلو له پاره ميرمن جاو د سبو د کرلو ، د کورنيو مرغانو د روزلو او د کاليو د ګنډلو په شمول ډير کارونه کړي دي ٠ په ١٩٨٥ کال کې د محلي ځاي د ولسوالې د ښځو اتحاديي او اړوندو څانګو دبي وزلو کليوالو سره د مرستې ور کولو او د دوي د ستونزو د ليري کولو له پاره دکرنې دپرمختيا په هکله بزګرو ته دعلمي او تخنيکي معلوماتو د ور زده کولو فعاليتونه پرځاي کړل ٠ په دي فعاليت کي ميرمن جاو د لوړي ځل له پاره په دي پوه شوي چي د علومو او تخنيکونو په اتکا خپل ژوند ښه کړي شي ٠ نو په دي بهير کې هغې د ښځو د اتحاديي له خوا د برابر شوي اقتصادي انفورميشين او د اړوندو کارپوهانو له خوا د وړاندې شوي تخنيکي معلوماتو سره سم د لومړي ځل له پاره دحکومت د کريديت څخه په ګټی اخيستنې سره د چرګوړو په مصنوعي و ايستلو پيل وکړ او په همدې کال کي د هغې په کور کې د لومړي ځل له پاره يو زر يوانه ذخيره شول دي ٠ له دي نه وروسته هغې له خپل خاوند سره د غلودانو غوره تخمونه واخيستل او د علمي معلوماتو له مخې يي غلې دانې وکرلې چه په نتيجه کې هر کال د غلودانو توليدي اندازه يي په کليو کي تر ټولو نه زياته شوه ٠ او په دي توګه دهغې د کورنې خوراک او څښاک مسله ليري شوه ٠ خو په دي نسبت د ميرمن جاو زړه لا هم أرام نه و او کراره پاتي نه شوه چه ورپسي يي خپله پاملرنه د کرنې د توليدي ارزښت اوچتولو ته واړوله ٠ د بازاري پلټنې له لارې ميرمن جاو په دي پوه شوه چه د سره بانجانو د کرلو څخه زياته ګټه اخيستل کيږي ، نو هغې په ټينګ عزم سره په دي هکله ازموينه وکړه ٠ په دي توګه هغې ښار ته ولاړه ، اړوند تخصصي او مسلکي کتابونه يي و اخيستل او په خاص ډول يي د سره د بانجانو له ترويج کونکو متخصصانو او مسلکي کار پوهانو څخه پوښتنه وکړه او د څو څو ځلو ازموينې له لارې يي د سرو بانجانو ښه تخمونه وروزل چه د دغو تخمونو په استعمالولو سره په هره هکتاره ځمکه کې د سرو بنجانو د تخم توليدي ارزښت پنځه څلويښتو زرو ژن مين بي يوانو ته ورسيد ٠ کله چه د محلي ځاي بزګرو دغه خبر چه ميرمن جاو د علمي تخنيکونو په اتکا خپل ژوند له غربت نه ژغورلي او ژوند يي شتمن شوي دي واوريد، ډير هک پک پاتي شول او ويي غوښتل چه په همدي چارو لاس پوري کړي ٠ ددې له پاره چه د سروبانجانود تخمونو د خرڅلاو بازار پراخ کړې او نورو بزګرانو ته مرستې برابرې کړې، ميرمن جاو په وار سره څه د پاسه لسو ولايتونو او ښارونو ته ولاړه او د يو مليون يوانو قراردادونه يي لاسليک کړل ٠ په ١٩٩٥ کال کې ميرمن جاو جون سيان د څه د پاسه پنځو ميليونو يوانود پانګو په اچولو سره د لويديځ چين په شان سي ولايت کي د سروبانجانو د تخمونو د روزنې تر ټولو نه لوي فارم جوړ کړې دي چه د اتو کالو د زيار او کوششونو له لارې يي ډير ښه او غوره تخمونه و روزل او توليدي اندازه يي د دوه زريم کال له څو لسو کيلو ګرامو نه د پروسږکال درو زرو کيلو ګرامو ته زياته شوي ده ٠ پروسږکال د ميرمن جاو تر لارښونې لاندې د محلي ځاي د بزګرانو منځني کلنې عايدات لس زرو يوانو ته او حتي ځينې يي څه د پاسه ديرش زرو يوانو ته رسيدلي دي ٠ په دي وروستيو وختونو کي ميرمن جاو دا پلان لري چه د دوو سوو ميليونو ژن مين بي يوانود پانګې په اچولو سره د سروبانجانو د توليدولو په هکله د علمي څيړنې ، روزنې ، ازموينې ، چمتو کولو او پلورلو په ګډون يو عمومي خدمتي مرکز جوړ کړي او له دي لارې به د لا زياتو بزګرانود ژوندانه سويه اوچته کړي ٠