<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-24 20:58:23    
د چين د خارجه وزارت نطاقې وويل ،چين د پاکستان او هند د روابطو د ښه والی خوښی څرګندوی .

cri

د چين د بين المللې راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين د خارجه وزارت نطاقې جانګ چي وي د جون په ٢٤ نيټه له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ،چين د پاکستان او هند د روابطو د نورهم ښه والی هرکلی او خوښی څرګندوی .

نطاقې جانګ چی وي د هغه ثمر د يادولو په ترڅ کی چه څو ورځی دمخه د چين په چينګ داو ښار کی د اسيا د همکارۍ په هکله د خارجه وزيرانو په دريمه غونډه کی تر لاسه شوی و ، وويل چه د نوموړی غونډې په موده کی د هند او پاکستان خارجه وزيرانو دواړو سره کتنه وکړه او په هغی کی يي مشخص او مثبت ثمرونه لاس ته راوړی دی . چين دهند او پاکستان د دوست ګاونډي هيواد په توګه دا نظر لري چه ددوي ترمنځ د روابطو نورهم ښه والی او پياوړتيا د سيمی د سولی او استقرار ساتلو ته ګټه لري او د ګردی جنوبی اسيا د سولی او ترقۍ او ددې سيمی د مختلفو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره هم ګټوره ده .