<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-25 15:17:44    
پاکستان د سولی په باب د هند د صدراعظم سينګ د څرګندونو څخه هرکلی کوی

cri

د سين خوا اژانس د پاکستان د مطبوعاتی ذرايعو د جون د ٢٥نيټې د راپورونو له مخی خبر ورکړ چه د پاکستان د خارجه وزارت نطاق مسعود خان په ٢٤ نيټه ماښام وويل ، پاکستان د هند دصدراعظم سينګ د هغه څرګندونو له امله خوښی کوی کوم چه ويلی يی دی - هند به د هند او پاکستان ترمنځ د سوله ايز بهير د پرمخبيولو لپاره هڅه وکړی .

هغه زياته کړه، پاکستان دا قوی ارزو لري چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د موجودو ټولو مهمو موضوعاتو په هکله موافقی ته ورسيږي .

سينګ د جون په ٢٤ نيټه د هند د صدراعظم په توګه خپلو ټولو هيوادوالو ته په لومړنی وينا کی څرګنده کړه چه هند به له پاکستان سره د هراړخيز ديالوګ د بهير د پرمخبيولو لپاره مثبت کوشش وکړی او غواړي چه د کشمير د مسئلې په شمول د دواړو هيوادونو ترمنځ په موجودو ټولو موضوعاتو باندی بحث وکړي اود حل لاره ور ته ولټوی  .