رمز – د خپرونی د ليکونو د برخی په پای کښی د خپلو ځينو اوريدونکو دی پوښتنی ته چه چين څو ولايتونه او څو خودمختاری سيمی لری ځواب
وړاندی کړو ، که چيری تاسو په دی هکله معلومات راغونډ کړی وی نو مهربانی وکړی –
وانګ – د چين ولسي جمهوريت په ٢٣ ولايتونو ، د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی په ٤ لويو ښارونو ، د ولايت په درجه ٥ خودمختارو سيمو او ٢ خاصو اداری سيمو ويشل شوی دی ٠ چه ٢٣ ولايتونه يی په دی ډول دی – هۍ لونګ جيانګ – لياو نين – جی لين – هه بی – هه نان – شانګ دونګ – شانګ سي – ګان سو – چينګ های – شان سی – هونان – هو بی - جيانګ سو – جه جيانګ – جيانګ سی – فوجيان –ګوانګ دونګ – ان خوی – سه څوان – يوين نان – ګوی جو – های نان او تايوان ٠
د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی ٤ لوي ښارونه په دی ډول دی – بيجنګ – شانګهای – تيان جين او چونګ چينګ ٠
٥خودمختاری سيمی يی په دی ډول دی – د تبت خودمختاره سيمه – د شينګجيانګ دويغوری قوم خودمختاره سيمه – د داخلی مغوستان
خودمختاره سيمه – د ګوان سي د جوان قوم خودمختاره سيمه او د نين سيا د خوی قوم خودمختاره سيمه ٠
او ٢ خاصی اداری سيمی يی هانکانګ او مکاو دی ٠
او د چين يو ملياردو ٣ سوه مليونه تنه خلک چه په ٥٦ قومونو پوری اړه لری په دی ٢٣ولايتونو – ٥خودمختارو سيمو - ٤ لويو ښارونو او ٢ خاصو
اداری سيمو کښی د وروڼو او خويندو غوندی ګډ ژوند کوی ٠