<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-26 21:34:17    
په کليو کي د کلتور تخصصي کورنۍ

cri

د چين د يون نان ولايت د چيو جينګ ښار په شاوخوا کليو کی يو شمير داسي کورنۍ شته چه د نمايش ور کولو ټيمونه او د فلمونو او ويديويي فلمونو د ښودلو ټيمونه جوړوی او د راز راز کلتوري منابعو څخه په استفادې سره په خاص ډول په کلتوري چارو لاس پوري کوي ٠ دوي د چابک ميکانيزم او قوي حياتي قوې په لرلو سره په کليو کی د کلتوري صنعت يوه نوي قوه ګرځيدلی ده ٠

د کليوالي اقتصاد په انکشاف سره کلتوري ژوند ته د شتمن شويو کليوالو خلکو اړتياوې ورځ په ورځ زياتې شويدي ٠نو تر داسي عيني شرايطو لاندی ، په کليو کی يو شمير کورنيو چه کلتوري ، هنري او اداري تخصص لري ، له خپل غوره والي نه استفاده کړي او د زراعتي توليد نه په فارغ وخت او عنعنوي جشنونواو رخصتيو کی يي په غني او رنګارنګو کلتوري فعاليتونو لاس پوري کړي او کليوالو خلکو ته د ښادي د رسولو په عين حال کي يي دغه کلتوري فعاليتونه په کلتوري بازار بدل کړيدي ٠ دغو تخصصي کورنيو د خپلو ښو اوسيدونکو شرايطو او د راز راز کلتوري منابعو په لرلو سره په کرايه د کتابونو او راډيويي او ويديويي فيتو د ورکولو ، د کلتوري تفريح ، د فلمي او تلوزيوني پروګرامونو د ښودلو ، د هنري نمايشونو او په کمپيوتري شبکه کی د خدمت د برابرولو له لاري په کلتوري فعاليتونو لاس پوري کړيدی ٠

د چيو جينګ ښار د کلتوري رياست مسول وويل چه په دې وروستيو کلونو کی ، د چيو جينګ د کليوالي کلتور ابتدايي صنعت رامنځ ته شويدی ٠ د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوري ، ددی ښار په شاوخوا کليوالي سيمو کی ٣٥٠ کلتوري تخصصي کورنۍ ، ٤٨٩ نمايشي ټيمونه ، د فلمونو او ويديويي فلمونو د ښودلو ٨٦ کورنۍ ، په کرايه د کتابونو دورکولو ٦٥ کورنۍ او ٩٠٤ راز راز تفريح ځايونه رامنځ ته شوي ، ٥ زرو تنو کليوالانو په کلتوري چارولاس پوري کړی او کلني عايدات يي له ٥ مليونو يونو نه اوښتي دي ٠ د ځينو تخصصي کورنيو کلني عايدات له يو مليونو يونو نه زيات شويدي ٠

نن ورځ ځيني کلتوري تخصصي کورنۍ له خپلو کليو نه وتلي او په شاوخواو ولسواليو او ښارونو کی نمايش ور کوي او ځيني نمايشي ټيمونه د چيو جينګ ښار، د يون نان ولايت او حتي د بيجينګ مرکزي تليويزيوني ستيشينونو ته داخل شوي او ننداره چنيانو ته يي د چيو جينګ د کليوالي کلتورهنرونه ښودلي دی ٠

په کليو کی د کلتور د تخصصي کورنيو رامنځ ته کيدو او انکشاف د کليوالي کلتوري چارو او کلتوري صنعت د سمسورتيا او پرمختګ لپاره يو ښه شکل او نمونه برابره کړيده ٠