د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم مير ظفرالله خان جمالي د جون په ٢٦ نيټه له خپلې دندې څخه استعفا اعلان کړه ٠ د پاکستان د رسمي مطبوعاتي ذرايعود خبر سره سم صدراعظم جمالي په همدې ورځ د پاکستان د مسلم ليګ د رئيس چودوري شوجات حسين سره يوځاي د جمهوررئيس پيرويز مشرف سره د پيژندګلوي کتنه وکړه ، د کتنې په بهير کې ښاغلي جمالي خپله استعفا اعلان کړه ٠ د خبر له مخې جمهوررئيس مشرف د جمالي استعفا ومنله خو جمالي ته يې پيشنهاد وړاندې کړی چې بايد د نوي صدراعظم د انتخابيدو نه مخکې خپلې دندې ته دوام ورکړي
|