زمونږ د راډيو د خبريال د خبر له مخی بيګاد پاکستان صدراعظم مير ظفرلله خان جمالی له خپلی وظيفی څخه د استعفا او د کابينی د ړنګولو اعلام وکړ ، وروسته ترهغه د پاکستان مسليم ليګ پرون د صدراعظم د ټاکلو په باب ترتيبات وکړل او فيصله يی وکړه چه د نوموړ ی ګوند رئيس چودری شوجات حسين دانتقالی حکومت د صدراعظم د کانديد په توګه او د ماليی د چارو پخوانی وزير شوکت عزيز د انتقالی دوری نه وروسته د صدراعظم د کانديد په توګه وټاکی . جمالی پرون دخپلی استعفاد اعلامولو په وخت کښی وويل چه هغه د دولت او سياسی ګوند د ګټو په نظر کښی نيولو سره نوموړ ی فيصله وکړه .
|