<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-27 19:11:11    
هرکال يو مليون تنه ماشومان په غيرقانونی توګه اخيستل کيږی او خرڅيږی .

cri

لږه موده دمخه د واتيکان له خوا د اعلام شوی سند له مخی اوس په ټوله نړۍ کښی هر کال يو مليون تنه ماشومان په غير قانونی توګه اخيستل کيږی او خرڅيږی او

د ماشومانو د قاچاق او دماشومانو دبدن د غړو د پلورلو او د ماشومو کارګرو د استخدامولو کړه وړه مخ په زياتيدو دی. په سند کښی ويل شوی چه په غيرقانونی توګه د ماشومانود بدن د غړود پلورلو او معاملاتو په بازارونو کښی د يوه نوی زيږيدل شوی ماشوم ارزښت پنځوس زره يورو دی او دده د ځګر ارزښت ديرش زره يوروته رسيدلی دی . هرکال په ټوله نړۍ کښی د ماشومانو د بدن د غړو د معاملاتو ارزښت يو مليارډو دوو سوو مليونو امريکايی دالرو ته رسيږی .

دغه راز له سند څخه هم څرګنده شوی چه په دی وروستيو پنځه ويشتو کلونو کښی په پنځه ويشتو هيوادونو کښی ماشومان په غير قانونی توګه عسکری خدمت ته بيول کيږی چه همدا اوس څه نا څه دری لکه تنه ماشومان د عسکرو په توګه په اردو کښی خدمت کوی .غريبۍ او خوارۍ ماشومانو ته د ژوند د ويجاړولو يو بل علت دی . هرکال په ټوله نړۍ کښی يوولس مليونه تنه ماشومان چه عمر يی له پنځه کلنۍ نه کم دی ، د ډول ْډول ناروغيو د اخته کيدو له کبله مړه کيږی .سربيره پردی په پرمختيايی هيوادونو کښی يو سلو پنځوس مليونه تنه ماشومان د لوږی په حال کښی ژوند کوی .

که څه هم افريقا يوه داسی سيمه ګنله کيږی چه د ماشومانو ژوند پکښی تر نورو سيمو نه ډيره ناوړه او بدمرغه دی ، خو په سندکښی ويل شو ی چه په اروپا کښی داسی پديده هم شته چه په غير قانونی توګه ماشومان د کارګرو او عسکرو په توګه ګمارل کيږي .