<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-28 15:29:54    
د پاکستان او هندترمنځ د خارجه چارو د سکرتريت په درجه خبری اتری پاي ته ورسيدې

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان او هندترمنځ د خارجه چارو د سکرتريت په درجه خبری اتری چه دوه ورځی يي دوام درلود، نن سهار ( د جون په ٢٨ نيټه ) په نوي ډيلی کی پاي ته ورسيدې .

د خبرواترو په ترڅ کی د پاکستان د خارجه چارو سکرتر رياض کوکر او د هند د خارجه چارو سکرتر شې شنک په جلا جلا توګه د خپل هيواد د هيات په مشرۍ د دواړو هيوادونو په روابطو کی د کشمير د مسئلی او د باهمی اعتماد د تدبيرونو د نيولو، د خپلی سيمی د سولی او امنيت د ساتلو په شمول په يو لړ موضوعاتو باندي بحثونه وکړل .

د هند د بهرنيو چارو وزير سينګ د نوموړو خبرواترو نه وروسته د دواړ و خواوو له استازيو سره وکتل او و يي ويل چه نوموړی خبری اتری مثبتې او مثمری دی او د دواړو خواوو دراتلونکو کارونو لپاره يي بنسټ ايښودلی دی . ښاغلی رياض کوکر د خبرواترو له نتيجو څخه خپله خوښی هم څرګنده کړه .