<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-28 18:52:33    
،د نيالګيو د کښينولو او د واښو دکرلو له لاری د چين د ښاريانو او کليوالو ژوند ښه شوی دی .

cri

چين يو داسی هيواد دی چه د ځنګلونو د احداثولو مساحت يی د نړۍ د نور و هيوادونو په نسبت ډير زيات دی ،اوس دځنګلونو د احداثولو مساحت يی له څلور څلويښتو هکتارو مځکو څخه اوښتی دی چه دغه رقم د چين د خاورو دمساحت په سلو کښی څلور اعشاريه شپږ برخه نيسی .د ځنګلونو د احداثولو له لاری نه يوازی د چين طبيعی چاپيريال بدل شوی د ی ، بلکه دچينايانو داوسيدو او ژوند سويه هم لوړه شوی ده .

که تاسو دالوتکی په واسيطه دچين مرکز بيجينګ ته راشی ، نو تاسو له هوايی ميدان څخه ښاری سيمی ته د تګ په لاره کښی دعمومی سړکونو په دواړو اړخونو کښی زياتی ونی ليدلی شی ، ښاری سيمی ته د داخليدو نه وروسته تاسو هم په هروخت کښی دواټونو او لارو په اړخونو کښی شنی ونی او زيات شينلی ليدلی شی . د بيجنيګ داوسيدونکی يو ګو لون په نظر دغه لرغونی او عصری لوی ښار حياتی قوت ورځ په ورځ زياتيږی .هغه وويل چه په دغو څوکلونو کښی په بيجينګ کښی د سمسورتيا کار په ښه شان سره تر سره شوی دی .په تيره بيا د نويو لارو په دواړو اړخونو کښی نيالګی کښينول شوی او ګلونه او چمنونه کرل شوی دی .داوسيدونکو په هغه نوی جوړه شوی سيمه کښی چه اوس زه پکښی ژوند کوم ، سمسورتيا يی هم ډيره ښه ده ، زه تل د خپل ماشوم په وړلو سره د اوسيدونکو په ناحيه او يا ناحيی ته نژدی په باغ کښی چکر وهم . اوس هغه حالات چه لکه ښاغلی يو ويلی دی، په بيجينګ کښی ډير زيات ليدل کيږی ،علاوه پردی د بيجينګ په ښار کښی زيات چمنونه جوړ شوی دی ، څو چه خلک پکښی استراحت وکړی .حتی د تين ان مين د ميدان په زياتو ځايونو کښی هم شنه چمنونه اوبوټی کرل شوی دی .

د بيجينګ ښه سيمسورتيا دهغه په شا و خوا سيموکښی د ځنګلونو په احداثولو پوری اړه لری . د جانګ جه کوو په ښار کښی چه د بيجينګ په شمال لويديځ کښی واقع دی ، په دی وروستيو وختونو کښی د ځنګلونو د سيمی مساحت ډيرزيات شوی دی ، نه يوازی په موثره توګه په بيجينګ کښی د بادونو او شګو نه ډکه هوا صافه شوی ، بلکه د محلی ځای د خلکو د ژوندانه چاپيريال هم په ښکاره توګه ښه شوی دی . د جانګ جه کوو ښار د ځنګلدارۍ د اداری مرستيال کانګ څنګ فو وويل چه اوسنی بدلونونه ډير واضح او څرګند دی . په ښارونو کښی د چمنونو د مساحتونود پراخولو ،د لارو په دواړو خواوو کښی د نيالګيو د کښينولو د شمير د زياتولو او د باغونو د ابادۍ له لاری د خلکو د ژوند او استراحت دپاره د اوسيدو ډيرښه چاپيريال برابر شوی دی .په بانډو او انګړونو کښی سمسورتيا هم دکليوالو دپاره داوسيدو ښه چاپيريال هم جوړشوی دی .

اوس په چين کښی بی له دی نه چه اتباع دی ته تشويقوی چه په داوطلبانه توګه نيالګی کيږدی ،د محافظوی ځنګلونو په زياتره ابادۍ کښی د دولت له خوا پانګه اچول کيږی .له دی کبله چه د ځنګلونو د احداثولو هغی زياتره پروژی چه په چين کښی تطبيق شوی، په ګڼ شميرکليوالی سيمو کښی متمرکز دی ،نو ځکه بزګران د دغو پروژو عمده ګټه اخيستونکی دی .د چين د ځنګلدارۍ د رياست د ځنګلونو د احداثولو د اداری رئيس ښاغلی وی ديان شينګ وويل چه مثلا دچين په شمال ختيځ ، شمالی او شمال لويديځ برخو او د يانګنځی سيند په ناوه کښی د محافظوی ځنګلونو د پروژی د ابادۍ دپاره به دولت په هر هکتاره مځکه کښی بزګرو ته د يوزرو پنځوسوو ژن مين بی يونو په ارزښت مرسته ورکړی . که چيری بزګران هغه ځنګلونه احداث کړی ،کوم چه د صنايعو د اومه موادو په توګه به ور څخه استفاده واخيستل شی ، نو دولت به دوی ته کريدتونه او نور امتيازات هم ورکړی .رئيس وی وويل چه په زراعتی مځکو کښی د نيالګيو د کيښودلو په هغه پروژه کښی چه په کليوالی سيمو کښی د چين له خوا تطبيق شوی ،بزګرانو ته به لا زياتی مرستی او امتيازات ورکړای شی .