د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هغه خبر په هکله چې وايي يو پاکستاني په عراق کې تښتول شوی دی، د پاکستان د پهرنيو چارو د وزارت وياند د جون په اته ويشتمه نيټه وويل پاکستان به په هيڅوجه تروريستانو ته خپل سر ټيټ نه کړي او د تښتوونکو غوښتنه به ونه مني ٠
هغه د تروريزم سره د مجادلې په باب د پاکستان دريځ بيا تاييد کړ او ويې ويل چې د پاکستان حکومت دريځ دا دی چې پاکستان هرډول تروريزم غندي او د پاکستان پاليسي دا ده چې هغه به په هيڅ شان د تښتوونکو شرائط او غوښتنه ونه مني ٠