<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-29 16:09:19    
د پاکستان او هند ترمنځ د خارجه چارو د سکرتريت په درجه په خبرواترو کي مثبت پرمختګ ترلاسه شوی دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان او هند ترمنځ د خارجه چارو د سکرتريت په درجه خبرې اترې چه دوه ورځی يي دوام درلود، د جون په ٢٨ نيټه پای ته ورسيدی او د خبرواترو نه وروسته په خپره شوی ګډه اعلاميه کی دواړو خواوو دا څرګنده کړه چه د ديالوګ له لاري به د کشمير مسئله حل کړی ، دغه شان يي د باهمی اعتماد په خاطر د يولړ تدبيرونو له نيولو سره موافقه وکړه . د عامه افکارو په نظر ، د هند او پاکستان ترمنځ د خارجه چارو د سکرتريت په درجه په خبرواترو کی مثبت پرمختګ ترلاسه شوی او د دواړو خواوو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير د دوام لپاره ښه زمينه برابره شوی ده .

د کشمير مسئله د نوموړو خبرواترو له مهمو موضوعاتو څخه شميرل کيدله او د ٢٠٠١ کال راهيسی د دی حساسې موضوع په باره کی لومړنی رسمی خبرې اترې هم وی . .په نوموړی ګډه اعلاميه کی دواړو خواوو څرګنده کړه چه ددواړو هيوادونو برخه والو مامورينو په جلا جلا توګه د کشمير د موضوع په هکله خپل نظريات او دريځونه بيان کړل او موافقه يي وکړه چه د جدی او دايمی ديالوګ له لاری د نوموړي موضوع د سوله ايز حل وفصل د وروستنی لاری د لټولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړی . د هند د خارجه وزارت نطاق سارنا د نوموړو خبرواترو نه وروسته وويل چه هند او پاکستان به د مقابلی لوری دريځ او پيشنهاد تر جدی څيړنی لاندي ونيسی او په مداومه توګه به د دي مسئلې په باره کی سره ديالوګ وکړی .

د خبرواترو له لاري دواړو خواوو په دي موافقه وکړه چه د باهمی اعتماد په هکله يو لړ تدبيرونه ونيسی . لکه دواړه هيوادونه به يوه موافقتنامه لاسليک کړی او په هغی کی به وټاکل شی چه په راتلونکی وخت کی هره يوه خوا د توغنديو د ازمايښت نه مخکی بايد مقابلی خوا ته اړوند معلومات وړاندی کړي . دواړو خواوو په اصولی توګه دامنلی ده چه په کراچی کی د هندقونسلګری او په بمبی کی د پاکستان قونسلګرۍ بيا پرانستل شی .

دغه راز دواړه خواوې هم دی موافقی ته رسيدلی چه د يو بل په هيواد کی د دواړو هيوادونو د عالي رتبه اتاشی د ادارو غړی په جلا جلا توګه ١١٠ تنو تهورسوی . او د دواړو هيوادونو هغه کب نيونکی چه د مقابلی خوا د اوبو حوزې ته د داخليدو له امله بنديان شوی دی ، او ځينی هغه اوسيدونکی چه د يو بل په هيواد کی پاتی شوی ، هم خوشی او ازاد کړی شی .

د عامه افکارو په نظر د نوموړو تدبيرونو نيول به په نظامی ساحه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد پياوړتيا ته او د دواړو هيوادونو د پرسونلو راکړوورکړو ته ګټه ولري او په دي اساس به د دواړو هيوادونو ترمنځ باور نورهم زيات شی .

د هند حکومت نوموړو خبرواترو ته ډير زيات اهميت ورکړی دی . د خبرواترو د پای ته رسيدو په ورځ د هند صدراعظم مانموهان سينګ او خارجه وزير ناتوار سينګ په جلا جلا توګه د پاکستان د خارجه چارو له سکرتر رياض کوکر سره وکتل . صدراعظم سينګ د پاکستان د جمهوررييس مشرف په نامه يو ليک هغه ته سپارلی دی . خارجه وزير ناتوار سينګ له رياض کوکر سره د کتنې نه وروسته څرګنده کړه چه د خارجه چارو د سکرتريت په درجه تازه خبرې اترې مثبتی او مثمرې دی او د دواړو خواوو دراتلونکو کارونو لپاره يي بنسټ ايښودلی دی .

ښاغلی رياض کوکر وويل چه نوموړو خبرو اترو يو ښه قدم پورته کړی دی .

عامه افکار هم دی ته متوجه شوی دی چه هند او پاکستان د کشمير په مسئله کی لا هم په خپل پخوانی دريځ باندي ټينګار کوي . نوپه دي وجه د دواړو هيوادونو په راتلونکو خبرواترو کی به دغه موضوع لا هم يوه مشکله او ستونزيزه مسئله وی . مګر تحليلونکو دا نظريه څرګنده کړې ده چه که دواړه خواوی يوپربل باندی اعتماد وکړی او خپل منځی ديالوګ ته دوام ورکړی ، نو د دواړو هيوادونو ترمنځ روابط به ښه والی ومومی .