<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-29 19:38:18    
ځوانی ميرمنی وو وي سپيره غرونه سمسور او شنه کړيدي

cri

د چين د خه بي ولايت د مان چينګ ولسوالی د بي شوي يو د کلي ځوانې ميرمنی وو وی په دی وروستيو کلونو کی په وار سره د ٤ لکو يونو پيسو په اچولو سره نيالګي ايښودلي او ځنګلونه يي جوړ کړيدی چه ٢٢٠ هکتاره سپيره غرونه شنه شوي او په ميوه لرونکوغرونو بدل شويدي ٠

وو وي سږکال ٣٦ کلنه ده او د زياتو کلونو راهيسي يي په بهر کی سوداګري کړيده ٠د ٢٠٠٢ کال په يوه ورځ ، هغه خپل اجدادي کور يعني بي شوي يو کلي ته بيرته ستنه شوه او و يي ليدل چه د کلي غرونه لا هم د پخوا په شان سپيره وو ٠نو هغې فيصله وکړه چه دغه سپيره غرونه په اجاره واخلي ، ور باندی به نيالګي کيږدی او ځنګلونه به جوړ کړي څو چه د خپل اجدادي کور څيره بدله کړي ٠ هغې د کمياوي ازموينې لپاره محلي خاوره د خه بي ولايت د کرنې پوهنتون ته ورو ليږله ، په مفصل ډول يي د خاوری اساسي حالت معلوم کړی او د محلي اقليم د شرايطو سره سم يي مناسب نيالګي و ټاکل ٠ ور پسي هغې بيا د نيالګيو د روزلو له ځينو مرکزونوڅخه ليدنه کتنه وکړه او ددوی تجربی يي زده کړی چه له دی لاری يي زيات مسلکي معلومات تر لاسه کړيدي ٠

د زياتو پلټنو او څيړنو نه وروسته ،د ٢٠٠٢ کال د اګيست په مياشت کی ، وو وی په پيسو د خپل کلي څه د پاسه ١٨٦ هکتاره سپيره غرونه په اجاره و اخيستل او په رسمي توګه يي د سپيره غرونوڅخه د بهره برداری لپاره يو محدود شرکت ثبت او جوړکړ ٠هغې خپلي ټولې پيسی چه د زياتو کلونو راهيسي يي ذخيره کړی د سپيره غرونو په سمسورتيا کی واچولي او په زيات شمير کليوال يي استخدام کړل ترڅو مځکی هوار ې کړي او د نيالګيو د ايښودلو ځايونه وکيندي ٠

د وو وی عمل ددوی د ولسوالی د مربوطو څانګو ملاتړ حاصل او د ولسوالی د ځنګلداری رياست په وړيا ډول ددې لپاره يو لک دانې غوره نيالګي برابر کړل ، د اوبو او بريښنا څانګو يي ددې لپاره د اوبو او بريښنا تجهيزات مجهزکړل ٠ د حکومت په ملاتړ د سپيره غرونو د سمسورتيا لپاره ددې اراده نوره هم ټينګه شويده ٠ د تيرکال د اکتوبر په مياشت کي ، هغې بيا څه د پاسه ٣٣ هکتاره سپيره غرونه په اجاره واخيستل اود سپيره غرونو د سمسورتيا پيمانه يي پراخه کړی ده٠ نن ورځ ، ددې په اجاره د څه د پاسه ٢٠٠ هکتارو په سپيره غرونو باندی يو لکو ١٢ زرو٨ سوو ٧٠ راز راز ونې کيښودل شوي چه له دی جملي نه د زردالو،خرما ، انار ، شفتالو، چهار مغز ،امروت او ناجو ونې ليدل کيږي او پخواني سپيره غرونه هم په ميوه لرونکو غرونو بدل شويدي ٠

ځوانې ميرمنی وو وی د سپيره غرونو د سمسورولو په کار پوره اطمينان لري ٠ هغې وويل چه هغه چمتوده چه د نورو دوو او درو کالو د وخت په نيولو سره د دغو سپيره غرونو سمسورتيا نور هم ښه کړی ، ور پسي به د سپيره غرونو نه په هراړخيز ډول ګټه واخلي او اقتصادی موثريت به يي لوړ کړی ٠ کله چه ميوه لرونکی ونی ميوې وکړی ، بيا به په زيات قوت سره ايکولوژيکی توريزم ته انکشاف ور کړی او د ميوو د شکولو او د سمسور شويو سپيره غرونو د سيل کولو په فعاليت به لاس پوري کړي څو چه توريستان په ريښتيا سره د لوي طبيعت له ښکلا نه ګټه واخلي ٠ هغې وويل چه د نسلونو لپاره د ونو سيوري او د وطن سمورول زما تر ټولو نه لويه ارزو ده ٠