<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-29 19:42:48    
د چينګ خاي ولايت د مالدارانو اولادونو له ناثابتو ګرځندو ښوونځيو نه خداي په اماني وکړه

cri

١٤ کلن هلک دوه ځانګ دوه جي اوس د چينګ خاي ولايت د خاي بي د تبت په خودمختار ايالت کي د سي خاي د قومي مدرسې يو زده کوونکی دی ٠ دده اجدادي کور له مدرسې نه څه د پاسه ٥ سوه کيلو متره فاصله لري او پخوا يي په ناثابت ګرځنده ابتدايي ښوونځی کي درس لوست ٠

د سي خاي د قومي مدرسی رييس دوه جي خبريال ته وويل چه اوس د مالدارانو مخ پر زياتيدونکي اولادونه د دوه ځانګ دوه جي په شان له پخوانيو ګرځندو ابتدايي ښوونځيو نه خداي په اماني کړی او په مدرسو کی يي د زده کړی په خپل نوي ژوندپيل کړيدی ٠

هغه وويل، څرنګه چه د ګرځندو ابتدايي ښوونځيو شرايط ډير ساده دي او ښوونکي يي ډير کم دي ، نو ددې لپاره چه د تبتي مالدارانو اولادونه هم له عادي تعليم څخه ګټه واخلي ، په دي وروستيو کلونو کی حکومت په دي سيمه کی زيات شمير ثابت ښوونځي يا مدرسې جوړي کړي څو چه ماشومان د زده کړې له ګرځنده ژوند نه خداي په اماني وکړي ٠ د سي خاي قومي مدرسه د حکومت له خوا د ٩ مليونو يونو پيسو په اچولو سره جوړه شوي او اوس پکي نه يوازي له لومړي ټولګي نه تر نهم ټولګي پوري صنفونه شته ، بلکي به د روان کال په سپتمبر کی له لسم ټولګي نه تر دوولسم ټولګي پوري صنفونه هم جوړ شي ٠

رييس دوه جي وويل چه نن ورځ مالداران د خپلو اولادونو تعليم او روزني ته په ډيره درنه سترګه ګوري او خپل اولادونه رسمي ښوونځيو ته سپاري ٠ زمونږ په مدرسمه کي د داخلي مغولستان ، تبت او خان قومونو له ٥٧٢ تنو زده کوونکو نه څه د پاسه ٤ سوه تنه زده کوونکي په مدرسه کي ژوند کوي او دوي هر يو په هره مياشت کی د ايالت له حکومت نه ٥٠ يونه خوراکي فيس اخستلي شي ٠

هغه زياته کړه چه دمرکزي حکومت او د مختلفو درجود محلي حکومتونو په مرسته او ملاتړ ، په دی وروستيو کلونو کی د چينګ خاي ولايت په شان د ملي اقليتونو په اوسيدونکو سيمو کی د ښوونې اساسي شرايط تر پخوا نه ډير ښه شويدي ٠

دمعلوماتو له مخي ، اوس د چين د قومونو په خودمختارو سيمو کی ابتدايي اومنځني ښوونځي په جلا جلا توګه يو لکو او ١٢ زرو ته رسيدلي دی ٠