د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د امريکايي فوځ د عمومي قومانداني قوماندان جنرال ابيزايد د جون په نهه ويشتمه نيټه د پاکستان مرکز ايسلام اباد ته ورسيد او دغه هيواد ته په دوه ورځني رسمي سفر يي پيل وکړ ٠ د خبر له مخې پاکستان ته د سفر په بهير کې به هغه د پاکستان د جمهورئيس مشرف سره وګوري او دواړه خواوي به د پاکستان او امريکي ترمنځ د ملي دفاعي روابطو ، د دفاعي تاسيساتو د اخيستلو، د تروريزم سره د مبارزۍ، د افغانستان د اوسنيو اوضاعو او د بيا ودانولو د بهير په باب مسئلو باندې بحث وکړي ٠ له دي نه وروسته به جنرال ابيزايد هم افغانستان ته سفر وکړي او د افغانستان د اړوندو مامورينو سره د تروريزم د له منځه وړلو او د افغانستان د بيا رغاونې د مسئلو په باب بحث وکړي ٠
|