د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان نوی صدراعظم چودري شجاعت حسين د جون په ٢٩ نيټه څرګنده کړه چه د پاکستان د سياسی او اقتصادی استقرار د ساتلو لپاره به هغه د جمهوررييس مشرف لخواد ټاکل شويوپاليسيو پيروی وکړی .
چودری شجاعت حسين د ملي شورا د عوامو په مجلس کی د خپلی ويناپه ترڅ کی وويل ، د نوي دوری حکومت به له تروريزم ، د ټولنی له نابرابری حادثو ، د قانونی نظم له نيمګړتياوو . غربت او بي کارۍ سره مبارزه وکړی .
د مخالف ګوند د کانديد په توګه مخدوم امين فهيم چه په همدی ورځ يي په ملي اسامبله کی رايې ونهګټلې ، دا څرګنده کړه چه بايد د دولت په سياسی ژوندانه کی د پاکستان د ملي شوراعالی مقام تضمين کړی او په عين وخت کی بايد دننه په هيواد کی د ديموکراسۍ د رامنځ ته کولو بهير ګړندی کړی شی .