<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-30 18:24:29    
پريږدي چه د ماشومانو ژوند لا نيکمرغه شي

cri

هرکال د جون لومړي نيټه د ماشومانو بين المللي جشن دی ٠ د ماشومانو روزنه او ساتنه د ټولې ټولنې دپاملرنی او توجه وړ مسئله او هم د ټولنې او کورنې مشترکه دنده ده . نو په دی وجه په دي برخه کی د کورنې رول ډير مهم ښکاري ٠ نن ورځ د هغو مشومانو روزنه او ساتنه چه يا يوازي له مور سره يا يوازي له پلار سره ژوند کوي ، دټولنې د توجه او پاملرنی وړ مسئله ګرزيدلي ده ٠ اوس په بيلا بيلو هيوادونو کې دغسي کورنې چه يا خاوند او ښځه سره طلاق شوي يا له دوي څخه يو مړ شوي ، ډير پيدا کيږي . نو په داسي کورنې کی د ماشومانوپه روزنې او ساتنې باندی څه منفی اغيزه راپيدا شوی او په همدي وجه ځيني کوچنيان په ټولنه کې په جنايتونو کې اخته شوي دی ٠ اوس په بيجينګ کې په ډيرو اوسيدونکو ناحيو کې خدمتي مرکزونو په خاص ډول د نوموړو کورنيو د ستونزو د ليري کولو له پاره زياتې مرستې برابر کړي دي څو چه په دغو کورنيو کې د ماشومانو ژوند لا نيکمرغه شي او تر ښې روزنې او ساتنې لاندې راشي ٠ مثلأ د بيجينګ په ځينو اوسيدونکو ناحيو کې د نوموړو کورنيو له پاره د متقابل مرستو په نامه فعاليت جوړ کړ او په دي فعاليت کې د نوموړو کورنيو د ماشومانو د روزنې او د دوي د سالې ودې په باب مشوره او بحث وشو څو چه په دي هکله اړوندې مسئلي ښه حل وفصل شي ٠ ميرمن وانګ لينګ په دي هکله ډير فکر لري هغه وويل چه زه يوه اوه کلنه لور لرم ، دري کاله مخکې مې له خپل خاوند سره طلاق شوي ، له دي امله چه د دغه ماشوم په نسبت د پلار مينه له لاسه ورکړ ه شوې، نو د يو وخت له پاره د زړه احساسات يي ډير خراب و او هم و نه غوښتل چه مکتب ته ځي ٠ خو د متقابلو مرستو د فعاليت له لارې ميرمن وانګ لينګ له نورو اوسيدونکو نه زياتې پاملرنې او مرستې ترلاسه کړي دي او وروسته يي د خپل لور د ساتنې او روزنې اطمينان هم درلود، هغه په دي هکله وويل چه اوس زه په دي ښه پوه شوم چه د ماشومانو د ښې روزنې له پاره دي د مور په توګه لومړي بايد د ماشوم له پاره د ژوند يو ښه چاپيريال برابر او تر خپلې وسي پوري خپله پوره مينه ورکړي ٠ مخکې د کورنې د بدلون له امله زما زړه ډير خراب و چه په دي اثر پر خپل لور ناوړه اغيزه اچول شوي ده ٠ اوس د ميرمن وانګ لينګ کورنې ژوند له خوشحالۍ څخه ډک شوي دي ، لور يي هره ورځ په خوشحالي سره مکتب ته ځي په دي هکله ميرمن وانګ وويل چه اوس هره يکشنبه د خپل لور د خوشحالۍ او د زياتو معلوماتو د ورزده کولو له پاره له لور سره يو ځاي پارکونو او يا بيلا بيل موزيمونو ته ځو او لور مي په دي ډيره حوشحاله ده ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر د هغو ماشومانو له پاره چه يا پلار او مور جلا شوي يا په کور کې يي يوازي پلار يا مور ور سره ژوند کوي ، پر دوي باندي اغزمنه مسئله دا ده چه پلار يا مور بايد د ماشومانو د سالمې ودې له پاره يو ښه چاپيريال برابر کړي او دوي ته زياته مينه او پاملرنه ورکړي ترڅو د دوي ژوند د لمر له وړانګو او نيکمرغۍ څخه ډک شي ٠