د چين د بينالمللي راډيو د پاکستان د مطبوعاتي ذرايعو د ديرشمې نيټې د خبر له مخې خبر ورکړ چې د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د پاکستان او هند ترمنځ د خارجه چارو د سکرتريت په سويه د خبرواترو له نتيجو څخه خوښي څرګنده کړه او دا نطر يې څرګند کړی دی چې دا يوه ښه مبدأ شميرل کيږي ٠ هغه پرون د پاکستان د بهرنيو چارو د سکرتر رياض کوکر د خبرواترو په باب راپور د اورولو نه وروسته نوموړي مطلب څرګند کړی دی ٠ هغه په تاکيد سره وويل بايد په مداومه توګه ددې ديالوګ بهير ته انکشاف ورکړی شي څو چې په پاي کې هراړخيز ديالوک بريالی شي ٠
|