د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پوليسو دپاره د يو مليونو څلورو لکو امريکايي ډالرو په ارزښت د يو شميرهغو مالونواو موټرونو د تحويل کولو مراسم چې د چين لخوا د بسپنې په توګه افغانستان ته ورکړي شوي دي د جون په ديرشمه نيټه د افغانستان د کورنيو چارو په وزارت کې ترسره شول ٠ دا دريم ځل دی چې دچين لخوا د پوليسو دپاره مالونه افغانستان ته ورکړي شوي دي ٠ په کابل کې د چين لوي سفير سون يوي شي او د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت مرستيال هلاالدين هلال د مالونو د تحويلولو په سند کې امضاوي وکړې نوموړي مالونه د يوې اندازې مخابراتي تجهيزاتو او ٢٢ جيپ موټرونه څخه عبارت دي ٠ دغه ټول مالونه د سږکال په اپريل کې کابل ته وړل شوي چې همدااوس د افغانستان خوا ته تسليم شول٠