د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان د انتقالي حکومت نوي انتخاب شوي صدراعظم چودري شجاعت حسين او د ده تر مشرۍ لاندې د کابينې غړو د جون په ديرشمه نيټۀ په اسلام اباد کې د جمهوررئيس په ماڼۍ کې سوګند وخوړ٠ جمهوررئيس پرويز مشرف د سوګند خوړلو د مراسمو رياست وکړ ٠ صدراعظم حسين په ٢٩ نيټه په ملي شورا کې د وينا په بهير کې وويل د هيواد د سياسي او اقتصادي ثبات د ساتنې دپاره به هغه په مداومه توګه د جمهوررئيس مشرف لخوا ټاکل شوي پاليسي عملي کړي ٠ هغه په تاکيد سره وويل پاکستان د بيلابيلو قومونو يووالي ته اړتيا لري ترڅو په ګډه سره د ټولو چليجونو سره مقابله وکړي ٠