رمز - ځينو اوريدونکو زمونږ نه پوښتنه کړی ده چه په چين کښی خلک په کومو مذهبونو باندی عقيده لری او تر ټولو نه لوي مذهب يی کوم دی ؟ وانګ جانی ، که تاسوپه دی اړوندمعلومات راغونډکړی وی نومهربانی وکړی چه اوريدونکو ته يی وړاندی کړی ٠
وانګ – ښه ، زه به څه معلومات وړاندی کړم ٠په چين کښی مذهبونه زيات دی چه عمده مذهبونه يی بودايی ، تاويست ، اسلامی ، کاتوليک ، او مسيحی دينونه دی ٠ او څه دپاسه ٨٠ زره مزهبی ميدانونه،ودانۍ او جوماتونه د دينی فعاليتونو دپاره برابری جوړی شوی دی ٠ خصوصاٌ بودايی دين ٠ بودايی دين د ميلاد نه ٢ کاله مخکښی له هندڅخه د افغانستان له لاری چين ته خپور شو ٠ او له دی نه وروسته يی په ٥ سوو کالو کښی زياته پراختيا موندلی ده ٠
د څه دپاسه ١٥٠٠ کالو نه دمخه يعنی د چين د شوې او تانګ د دوو شاهی سلسلو په ٤ سوو کالو کښی بودايی دين په چين کښی د امپراطورانو په حفاظت او پاملرنی زياته پراختيا وموندله او د وخت په تيريدو سره دغه بودايی دين ورو ورو د چين د عنعنوی مفکورې په پيوستون ځانته په چينی خاصيت لرونکی بودايی دين تبديل شوی دی ٠ په تيره بيا د تبت په سيمه
کښی بودايی دين د تبت د قومی مزهب په حيث ومنل شو ٠ نو په دی صورت کښی بودايی دين په يوه اوږده تاريخی زمانه کښی د چين په بيلا بيلو ساحو کښی زياتی اغيزی کړی وی ٠ د ذکروړخبره دا ده چه اکثر بودايی راهبان په چينی بوکس کښی چه نړيوال ور ته ګونګ فو وايی ډير تکړه دی ٠ دغه چينی بوکس د لويو راهبانو له خوا نسل په نسل په ميراث ساتل شوی دی چه تر اوسه پوری د چينی ملت دپاره يوه قيمتی شتمنی بلل کيږی ٠ او خارچی ميلمنو ورته قوی توجه ښودلی ده او دوی د ګونګ فو د زده کړی دپاره چين ته راغلی او راځی ٠