<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-03 20:19:09    
د جنګړو تر اور لاندی کلتور

cri

د ٢٠٠١ کال په پای کي د افغانستان د طالبانو د رژيم د نسکوريدو نه وروسته ، د زياتو خلکو سترګې ددې هيواد ديموکراسی او د قوانينو پلي کيدو ته اړولي ، خو د افغانستان هغه تاريخی او کلتوري اثار چه په ټول بشريت پوري اړه لري، هم بايد لا زيات احترام او حمايت تر لاسه کړي ٠

په دی وروستيو ورځو کی ، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين د چين د سين هوا اژانس د خبريال سره مرکه وکړه او خبريال ليکي چه __

د وزير رهين دفتر پراخ نه دی ، خو په سلو کی سل د افغانستان د کلتور او دودونو نندارتون دی ٠ د دفتر پر ميز باندی د افغانستان خاص توليد يعني ابي رنګه معدني ډبره او رنګا رنګ مصنوعات ايښودل شوی دي ٠ په اړخ کی يي پر يوه اوږده ميز باندی يوه ښکلي چيني ميناتوري ګلدانی ولاړه ده ٠ رهين وويل چه دغه ګلداني له چين نه راغلی او پخوا د کابل په نندارتون کي ايښودل شوي وه٠ خو په داخلي جګړه کی تښتول شوي وه او په بهرنيانو باندی پلورل شوي وه ، بالاخره د يوه افغاني سوداګر له خوا واخيستله شوه او بيرته افغانستان ته راوړل شوه ٠

په اوږده ميز باندی د بوداګانو زياتې زيارت ګاوې پرتې دي او له دی جملې نه يوه د باميان د لويي بودايي مجسمې يو مدل دی ٠د باميانو د ورانې شوي لويي بودايي مجسمې د يادونې په وخت کی ښاغلي رهين وويل چه زما په عمر کی تر ټولو نه د خواشينی وړ شيبه د باميانو د لويي بودايي مجسمې چاودل وو ، ما تصورنشو کولاي چه ځينو خلکو داسي کار کړی و ٠

د لويي بودايي مجسمې د چاودلو نه وروسته ، د زيات شمير هيوادو لرغون پيژندونکو د افغانستان انتقالې حکومت ته هيله څرګنده کړی چه د لويي بودايي مجسمې له بيا جوړولو سره مرسته وکړي ٠ خو رهين وويل چه نوي جوړه شوي

بودايي مجسمه به يوازي يوه نوي مجسمه وی او هغه به په پخوانی تاريخ يا پخواني زمانې پوري اړه و نه لري٠ يو ځل چه تاريخ ويجاړ شي ، نو هغه بيرته نه شي ترميميدای ٠

ښاغلی رهين وويل چه اوس موعاجل کار دا دی چه د وران شويو تاريخي اثارو حمايه وکړو او پاتي شوي زيارت ګاوې کلکې او ټينګی کړو تر څو چه دوی په پوره توګه ويجاړې نه شي ٠هغه خبريال ته وويل چه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ٥ سوه تنه پوليسان روزلي چه په خاص ډول دننه په افغانستان کی د تاريخي اثارو حمايه او ساتنه وکړي څو چه دغه تاريخي اثارنور هم وران نه شي چه په دی کی د باميانو ډبرين غارونه هم شامل دي٠

د مرکې په پای کی وزير رهين خبريال ته وويل چه د روان کال د اکتوبر په مياشت کی به خپل اصلي حالت ته د افغانستان د کلتور د راوستلو تر عنوان لاندې يو بينالمللي سيمينار د چين په شانګهاي ښار کی جوړ شی ، نو هغه هيله وکړه چه په هغه وخت کی به د چين له پوهانو سره يو ځای د جګړو تر اور لاندې د افغانستان د کلتور د سمسورتيا لپاره لاره ولټوي ٠