د افغانستان دهيواد دبهرنيو چارو دوزارت وياند عمر صمد ويلي دي چې دولت ژمنه کړې ده چې ټولټاکنې به په خپل وخت ترسره کيږي. په دې اړه حامد کرزي هم ويلي دي چې انتخابات به ضرورپه خپله ټاکلې نيټه ترسره کيږي چې دځنډلويې هيڅ امکان نشته خو ملګروملتوانديښنه ښکاره کړې ده چې کيدای شي انتخابات وځنډول شي ، نوموړې ادارې ويلي چې په لاره کې ډيرې ستونزې په ځای پاتی دي ، همدارنګه هغه ژمنې هم ندي ترسره شوي چې دانتخاباتو په اړه يوشمير هيوادو کړې وې ، هغه مرستې چې وعده يې شوې وه تراوسه يې ديرش په سلوکې هم ندي ورکړل شوي