په دی وروستيو وختونو کښی د جاپان حکومت اعلام وکړ چه د نوموړی هيواد د هغو سپين ږيرو او سپين سرو شميرچه عمر يی سلو کلنو ته رسيدلی، د پنځو کالو نه راهيسی يو چنده زيات شوی دی او شل زرو پنځه سوو يو شپيتو تنو ته رسيدلی دی .د حکومت يو نطاق وويل چه د خوراک سالم او ښه عادت او د طبی سيستم
ښه والی د نوموړو سپين ږيرو او سپين سرو دزياتيدو عمده علت دی .په نوموړو سپين ږيرو او سپين سرو کښی سپين سری په سلو کښی پنځه اتيا برخه نيسی .
جاپان يو داسی هيواد دی چه د نړی د نورو هيوادونو په نسبت نوموړی سپين ږيری او سپين سری ډيری زياتی دی او له داسی هيوادونو څخه هم شميرل کيږی چه د عمراټکل يی د نورو هيوادونو په نسبت ډير زيات دی . د ٢٠٠٢ کال د احصائيوی ارقامو څخه څرګنديږی چه د جاپان د سپين سرو منځنی عمر پنځه اتيا کلن و او د سپين ږيرو عمر اته اويا کلن و . د جاپان حکومت هم وويل چه اوس د زيات
عمر لرونکی سپين ږيرو او سپين سرو مسئله په جاپان کښی ورځ په ورځ وتلی او ښکاره ده او د ماشومانو د زيږيدو ميزان لا تر اوسه د کميدو په حال کښی دی .
د دايف کولو په هغه مسابقه کښی چه لږه موده دمخه د ايتاليی د ليمينی په ښار کښی تر سره شوی ، د المان يو اته اتيا کلنی سپين ږيری چه ويرنر شولڅير نوميږی ، ددايف کولو په خپل وزن کښی د قهرمانۍ لقب لاس ته راوړ . ويرنيرشولڅير په نوموړی مسابقه کښی د ګډون کولو يوازنی سپين ږيری و ، هغه په مسابقه کښی شپږ اويا اعشاريه شپږ نمره وګڼله ، له دی لاری نه يوازی هغه د قهرمانۍ لقب لاس ته راوړ ، بلکه د تماشا کوونکو له خوا ور ته تودی چکچکی هم وشوی . سپين ږيری ويرنر شولڅير تل په سپورتی تمريناتو لاس پوری کوی او په لس ګونه ځل د خپل هيواد او اروپا په ډول ډول مسابقو کښی کښی يی ګډون کړی دی .