<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-05 21:15:05    
دچين په لويديځو سيمو کښی د اقتصادی او ټولنيزی ودی کامونه چټک شوی دی .

cri

د چين د لويديځو سيمو د ودانولو دپاره د پلان د تطبيق نه راهيسی دچين په لويديځو سيمو کښی د اقتصادی او ټولنيزی ودی ګامونه په ښکاره توکه چټک شوی دی . د لويديځوسيمو پرمختګ ته د چټکتيا ورکولو دپاره دکار په هغه غونډه کښی چه په دی وروستيو وختونو کښی دچين د کمونيست ګوند د شان سی د ولايتی کميټی او ولايتی حکومت له خوا جوړه شوی ، دودی او اصلاح د دولتی کميسيون مرستيال لی ځی بين د ارقامو او مثالونو په راو ړلو سره هغه نوی انکشافات او نوی بدلونونه بيان کړل کوم چه د نوموړی پلان د تطبيق له امله په لويديځو سيموکښی را منځ ته شوی دی .

مرکزی حکومت دچين په لويديځو سيمو کښی لازياتی پانګی اچولی دی ، داساسی تاسيساتو ابادۍ زيات پرمختګونه کړی دی .د ٢٠٠٠ کا ل د پيل نه راهيسی مرکزی حکومت ټول د دری سوو شپيته مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی اچولی دی او په دی جمله کښی د پنځه اويا زرو کيلو ميترو په اوږدوالی نوی عمومی سړکونه نوی جوړ شوی ،د څلورو زرو پنځه سوو اويا کيلو ميترو په اوږدوالی اوسپنيزی لار ی ،دوه طرفه کرښی اود بريښنا کرښی جوړی شوی ، ديرش هوايی ډګرونه نوی اصلاح او پراخ شوی دی چه په دی جمله کښی پنځلس هوايی ډګرونه په کار لويدلی دی او پنځلس يی دجوړيدو په حال کښی دی ،په کليو کښی داساسی تاسيساتو ابادۍ په ښکاره توګه پياوړی شوی ، په ولسواليو او علاقه داريو کښی د لارو ابادۍ په پر له پسی ډول پياوړی شوی ، د هغه پلان د تطبيق له کبله چه بريښنا کليو ته رسول شوی ، نه سوه نه شپيته کليو له بريښنا څخه استفاده کړی ده ، په کليو کښی د اوبو دڅښلو په باب د پلان د تطبيق په نتيجه کښی شپږ ويشت مليونو تنو د څښلو د پاکو اوبو څخه ګټه اخيستی ده ، د لويديځو سيمو په سلو کښی په اوه نوی اداری کليو کښی بزګران راډيويی او تلويز يونی پروګرامونه اوريدلی او ليدلی شی .

ايکالوجيکی ابادۍ او د چاپيريال دساتنی کار په ښکاره توګه تقويه شوی ، په زراعتی مځکو کښی د نيالګيو د کيښودلو او په څړ ځايونو کښی د واښود کرلو

په باب پلان په هر اړخيز ډول په تطبيق پيل کړی دی .د تير کا ل تر پايه پوری په لويديځو سيمو کښی ټول د اوه مليونو دوه لکو هکتاره په مساحت زراعتی مځکوکښی نيالګی کيښودل شوی او د اتو مليونو هکتاره په مساحت شاړو غرونو او مځکو کښی ځنګلونه احداث شوی دی ، په ښارونو کښی د چاپيريال د ساتنی دپاره دوه سوه دری نوی پروګرامونه په کار لويدلی دی .د پوهنی ، ساينس او تکنالوجۍ ، روغتيا اوکلتوری چارو په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی ، دولت لا زياتی پانګی د لويديځو سيمو په اجباری تعليمی پلان او په کليو کښی د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو دخطرناکو کوټو د اصلاح په پلان کښی اچولی دی ، دولت به د لويديځو سيمو دپاره دوه زره سل علمی او تخنيکی پروګرامونه او دوه سوه ديرش نوی او عصری تخنيکی پروګرامونه ترتيب کړی او اتلس علمی څيړونکی مرکزونه به جوړ کړی او همدا راز به په عريبو ولسواليو کښی دوه سوه شپيته روغتونونه جوړ کړی او په لويديځو سيمو کښی به پنځه څلويښت زره تنه کادرونه وروزی .

په لويديځو سيمو کښی خصوصيت او تفوق لرونکی صنايعو په پر له پسی ډول انکشاف موندلی دی ، خارج ته ورخلاصون او دچين د ختيځو او لويديځو سيمو ترمنځ همکارۍ هم په پر له پسی ډول پياوړی شو ی ده . انرژيو ، معدنی موادو ، توريزم او زراعتی اومالداری چارو نوره هم وده کړی ده .د احصائيی له مخی د ختيځ چين ځينو ولايتونو او ښارونو په لويديځو سيمو کښی د سلو مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی اچولی دی .په لويديځو سيمو کښی د اوه مليارډو پنځه سوو مليونو امريکايی ډالرو په اندازه خارجی پانګی تر استفادی لاندی نيول شوی دی ،د نړۍ د پنځه سوو غښتليو تصديو څخه څه نا څه سل تصدۍ په نوموړو سيمو کښی پانګی اچولی او يا دفترونه يی جوړ کړی دی .