د چين د بين المللی راډيو د خبريالی د خبر له مخی ، د تروريسی ګواښ او تهديد له امله په پاکستان کی د برتانيی لوي سفارت د جولاي په ٥ نيټه په موقتی توګه تړل شوی دی . دغه شان د خپل هيواد د خپلواکی ورځې د يادونی په خاطر په پاکستان کی د امريکی د سفارت هغه دعوت هم ځنډيدلی دی . ټاکل شوی وه چه په همدی ورځ جوړ شی .
د پاکستان داخله وزارت دا تاييد کړه چه د برتانيی سفارت په رښتيا سره له تروريستی ګواښ سره مخامخ شوی دی او د پاکستان پوليسی مقاماتو د نوموړی لويې سفارتخانی د سيمی د امنيت د تامينولو لپاره لازم تدبيرونه نيولی دی .