<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-06 20:36:14    
چين به په ٢٠٠٥ کال کی ښځينه هوا نوردانې انتخابې کړي

cri

چين پلان لري چه په ٢٠٠٥ کال کي به د ښځينه هوانوردانو په انتخاب پيل وکړي ٠ د چين د انسان وړونکي فضايي بيړۍ د پروژۍ د عمومي قومندان مرستيال ښاغلی خو شي سيانګ په دی وروستيو ورځو کی وويل چه د چين د لومړی ډلې د ښځينه هوانوردانو د انتخاب کار به په ٢٠٠٥ کال کی د چين د مختلفو ځايونو او ټولنو د ښځو په منځ کی پيل شي ٠

هغه وويل چه د چين د لومړی ډلې د ښځينه هوانوردانو انتخاب به په ښځينه پيلوټانو کی محدود نه وي ، ځکه چه د فضايي بيړيو د ٥ ځلو د کاميابی الوتنې له برکته، چين د راکټونو د توغولو ، د مځکني کرې په مدار کي د فضايي بيړيو د حرکت او مځکني کرې ته د فضايي بيړيو د ستنيدو په برخو کی ښايسته بشپړ تخنيکونه درلودلي دي چه له دې امله د هوانوردانو د بدني شرايطو غوښتنه هم ټيته شويده ٠ په عين حال کی ، د چين د هوانوردانو د تمريناتي سويي په پر له پسي لوړتيا سره ، د ښځو په شمول عادي روغ اوجوړ کسان د خاصو تمريناتو نه وروسته هم کولي شي چه د هوانوردانو په توګه خارجي فضا ته داخل شي ٠

په نړۍ کی خارجي فضا ته داخله شوي لومړنی ښځه د پخواني شوروي اتحاد

والينتينا تريشکوا وه ٠د ١٩٦٣ کال د جون په ١٦ مه نيټه ، هغې د فضايي بيړۍ په

واسطه د مځکنی کری په مدارکي د ٤٨ دايروا لوتنه وکړه او په خارجي فضا کی يي ٧٠ ساعته او ٥٠ دقيقې تيرې کړي وې ٠ د ١٩٨٣ کال د جون په ١٨ مه نيټه ، د امريکې لومړی ښځينه هوانورده هم په فضايي بيړۍ کي خارجي فضا ته داخله شويده ٠ تر اوسه پوري يوازی په امريکا کی په لس ګونو ښځينه هوانوردانې خارجي فضا ته داخلي شويدي ٠

ښاغلی خو شي سيانګ دا نظريه څرګنده کړه چه د ښځو د دقت اوجديت خصوصيت په خارجي فضا کي د علمي ازموينو د سالم تر سره کيدو لپاره ګټه لري ٠ دغه راز خارجي فضا ته د داخليدو نه وروسته ، د ښځو د فيزيولوژيکي او رواني حالاتو د مختلفو ازموينو نتيجې هم علمي څيړونکو ته مهم ارقام برابرولي شي چه دا به د بشر له خوا د خارجي فضا د نور هم معلومولو او حتي په راتلونکی وخت کی خارجي فضا ته د کډه کولو د خيال د سر ته رسولو لپاره هم اهميت ولري ٠

هغه وويل چه د لومړی ډلې د ښځينه هوانوردانو د انتخابيدو نه وروسته به دوي له ٣ کالو نه تر ٤ کالو پوري تمرينات وکړي ، دوي به نه يوازی د بدني طاقت او په خارجي فضا کي د الوتنې د تخنيک تمرينونه تر سره کړی ، بلکي به په خارجي فضا کی د علمي څيړنې او ازموينو لپاره معلومات او تخنيکونه هم لاس ته راوړي څو چه خارجي فضا ته د داخليدو نه وروسته د علمي ازموينو د تر سره کولو لپاره بنسټ کيښودل شي ٠د شرايطو د برابريدو نه وروسته به دوي د چين د ښځو په نماينده ګۍ

د چين له خوا په جوړه شوي فضايي بيړۍ کي د خارجي فضا سيل وکړي ٠