د چين او جاپان د اتو تنو ورزشکارانو په تشکيل د ښځو ګډ غره ختونکي ټيم به د ٢٠٠٥ کال له مارچ نه تر مې پوري ، د سيمالايا غره د جومولاما څوکې ته چه په نړۍ کي تر ټولو نه لوړه څوکه ده ، وخيژي ٠ اوس د چين د تبت د غره ختونکي ټولنې هيأت او د جاپان د ښځو غره ختونکي ټيم د جاپان په توکيو کی موافقتنامه لاسليکه کړه ٠
دا به په نړۍ کي لومړي ځل وی چه د ښځو په تشکيل غره ختونکی ټيم جومولاما څوکی ته چه د بحر له سطحې نه ٨٨٤٨ متره جګوالي لري وخيژي او د جومولاما څوکې ته د ښځينه ورزشکارانو د کاميابو ختلو د ٣٠ کاليزي د يادونې لپاره به يو فعاليت هم وی ٠ د ١٩٧٥ کال د مي په ١٦ مه نيټه د جاپان يوه ورزشکاره دسيمالايا غره له جنوبي خوا نه او د مې په ٢٧ مه نيټه ، د چين يوه ښځينه ورزشکاره پان دو د سيمالايا غره له شمالي خوا نه د جومولاما څوکی ته وختله ٠ددوی برياليتوب د نړۍ په غره ختونکي تاريخ کی يوه روښانه پاڼه اړولي ده ٠