د چين ماشومان او کوچنيان د چيني ملت راتلونکي او ارزو ده ٠ نو د چين حکومت د ماشومانو او کوچنيانو سالمې ودې ته په ډيره درنه سترګه ګوري ٠د ماشومانو پاملرنه او روزنه کول ، د ماشومانولپاره دخپل ځان ښه سرمشق ګرځول او د ماشومانو لپاره د واقعي کارونو تر سره کول په تدريجي توګه د ګردې ټولنې ګډه نطريه او شعوري عمل ګرزيدلی دی ٠ په تيره بيا د چين د اقتصاد پرله پسي انکشاف او د خلکو د ژواندانه د سويي پرله پسي لوړتيا ،هم د ماشومانو او کوچنيانو د سالمې ودې لپاره ښه مادي بنسټ برابر کړی دی ٠ خود ماشومانو او کوچنيانو امينتي او سالمې ودې لا هم د ټولنې پوره پاملرنه نه ده حاصله کړی ، ددوي په بدني او روحي وده او روغتيايي حالت کی لا هم زيات پرابلمونه موجود دي اوددوي غير منتظره صدمې او جرمونه يي لا هم کله کله رامنځ ته کيږي ٠ نو له دي امله د چين د ماشومانو او کوچنيانو صندوق اود چين مربوطو څانګو فيصله کړيده چه د ماشومانو د امنيتي او سالمې ودې په باب د پلان لپاره په ګډه سره د خيرښيګڼو يو لوي پروګرام وړاندی کړی ٠
د چين د ماشومانو او کوچنيانو د امنيتي او سالمې ودې په باب د پلان اساسي محتويات او مقصد دا دی چه د چيني ملت د اوږدې مودې دګټو په نظر کی نيولو سره د ماشومانو او کوچنيانو امنيتي او سالمي ودې ته په ډيره درنه سترګه وکتل شي ، د
متمدن او علمي ژوند پيشنهاد وکړی شي او د تبليغاتو ، روزنې او د محيطې ابادې په شمول په راز راز تعليمي فعاليتونو لاس پوري کړی شي ٠ دغه راز له ماشومانو سره مرسته وکړی شي چه له ځان نه د دفاع کولو معلومات تر لاسه کړی ، له ځان نه د دفاع کولو شعور ولري او له ځان نه د دفاع کولو طاقت او روانه پوهنه لوړه کړی ٠ برسيره پردې ، له کورنيو او ټولنې نه غوښتنه وکړی شي چه د ماشومانو د سالمې ودې د حمايت کولو په برخه کی خپل مسولانه احساس زيات کړي ،د ماشومانو د امنيتي او سالمې ودې لپاره لازم کارونه وکړی او ددوی لپاره ښه خدمت برابر کړي څو چه په ګډه سره د ماشومانو د امنيتي او سالمې ودې لپاره يو ګټور ټولنيز چاپيريال جوړ کړی ٠