د سين هوا اژانس د خبر له مخی د پاکستان جمهور رئيس مشرف د جولای په شپږمه نيټه په سويډن کښی خپل سفر پای ته ورساوه .هغه دمسافرت په موده کښی له لويديځو هيوادونو څخه وغوښتل چه بايد د اسلامی نړۍ د منفردکولو عمليات غوره نه کړی .مشرف په ستاکهولم کښی په اقتصادی پوهنځی کښی يوه وينا وکړه او ويی ويل چه د نا عدالت له کبله رامنځ ته شوی غريبۍ د تروريزم سر چينه ده ، نو ځکه د تروريزم د له منځه وړلو دپاره بايد ترهرڅه لومړۍ غريبۍ او دغريبۍ د را پيدا کولو نا عادلانه پديده له منځه يووړل شی او نه دا چه د اسلامی نړۍ د يوازی کولو عمليات غوره کړی .
|