دسين هوا اژانس دخبرله مخی دپاکستان جمهور رئيس مشرف چه په فنلينډ کښی په سفر بوخت دی ، د جولای په شپږ مه نيټه وويل چه پاکستان به په مداومه توګه له تروريزم سره مجادله وکړی او د تروريزم د سر چينی د له منځه وړلو دپاره به هڅه وکړی . د فنلينډ د مطبوعاتی ذرايعو د خبرله مخی د فنلينډ جمهور رئيسی پرون له مشرف سره وکتل . دواړو خواوو د دواړو هيوادو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی روابطو او له تروريزم سره د مجادلی او نورو مسائلو په باب خبری اتری وکړی . د فنلينډ جمهور رئيس وويل چه هر هيواد بايد ترخپلی وسی پوری له تروريزم سره مجادله وکړی . هغی هم په تاکيد سره وويل چه بايد په ټوله نړۍ کښید تروريزم په ضدبين المللی جبهه جوړه کړای شی،څوچه تروريزم د نړۍ په هريوځای کښی له منځه يوړل شی.
|