<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-07 18:43:25    
د چين د شين جن ښار د موټر د ن شته والي ورځ

cri

نن ورځ مخ په زياتيدونکې خلک چاپيريال ساتنې ته متوجه دي ، ځګه طبيعي چاپيريال د انسانانو له ژوند سره ډيرې نژدي اړيکې لري ٠ هر کال د جون پنځمه نيټه د چاپيريال نړيوال ورځ ده ٠ سږکال د جون يوولسمه نيټه د جنوبي چين په شين جن ښار کې د شين رنګ په نامه لومړني عملياتي فعاليت اجرا شو ٠ په دي ورځ په اتو بجو ددي ښار په عمده و سړکونو کې د موټرونو تګ راتګ نه ليدل کيدل او ددي پر ځاي ډير ښاريان د پلي ګرزيدل٠ په دغه فعاليت کې د ښار عمده مشران او اړوند مامورين هم په پلي يا د بايسکلونو په واسطه کار ته ولاړل او د دوي په تشويق د دي ښار نژدي يو لکه ښاريانو په پښو ګرزيدل انتخاب کړ چه په دي کې عسکر ، صنعت ګر ، کار ګر ، کورني ښځې او د بيلا بيلو کسبونو کارکونکې شامل وو چه عمر يي د لسو کالو نه د اويا تر کالو پوري و ٠ په دي فعاليت کې ګډونکونکو يوه ګډه ارزو درلوده او هغه دا چه دشين جن ښار د چاپيريال د ساتنې له پاره خدمتونه ترسره کړي ٠

په دوه زره دوهم کال کې په ټوله نړۍ کې پنځه سوه ښارونه د نړۍ د ډير غوره چاپيريال لرونکې ښارونو په توګه د ملګرو ملتو دچاپيريال ساتنې دادارې له خوا وټاکل شول چه د چين شين جن ښار هم پکې شامل و ٠ د ډير وخت نه راهيسي شين جن ښار د باغ په نامه ښار ګڼل کيږي ٠ د ښار له دوو زرو پنځوس مربع کيلو مترومساحت نه په سلو کې شپږ اويا برخه د ايکولوژيکي محيط د ښه والي له پاره تري استعمال شوي ده ٠ خو د پروسږکال د مني له پيل نه په دي ښار کې له دي امله چه په سړکونو کې موټرونه په چټکۍ سره زيات شوي ، او د زياتو تيلو د لګښتونو له امله رامنځ ته شوي لوګي هوا خرابه کړي ده ٠ د اړوندې احصايي له مخې په شين جن ښار کې د موټرونو شمير له شپږو لکو نه اوښتي دي او هره ورځ يو لکه موټرونه له شين جن ښار نه تيريږي ، دغه راز ددي ښار په هرو سلو کورنيو کې د موټرونو شمير درويشتو ته رسيدلي دي ٠ نو په دي نسبت يو شمير کارپوهانو اخطار ورکړ چه د موټرونو چټګ زياتوالي ددي ښار پر هوا باندې مستقيمې اغيزه اچولې ده او په دي ښار کې هوا دسختې ککړتيا له ګواښ سره مخامخ شوي دي

سږکال د شين جن ښاروالي اعلام وکړ چه هر کال د جون د پنځمې نيټې نه يعنې د چاپيريال د ساتنې د نړيوالې ورځې نه وروسته لومړنې جمعې ورځ د شين جن ښار د شين رنګ په نامه د عملياتې ورځي په توګه وټاکل شي ٠ سږکال د جون په يوولسمه نيټه د شين رنګ په نامه لومړني عملياتي فعاليت پيل شو ٠ د ښاروالي په ابتکار د دغه فعاليت اصلي موضوع دا ده چه د موټر لوګي کمې کړي او دشين جن شين أسمان د ککړی هوا څخه وساتي ٠ ددي ښار مرستيال سوي ځونګ هنګ وويل چه که څه هم د يوي ورځې په اتکا نوموړي مسئله په ينسټيزه توګه نه شي حليداي ، مګر کيداي شي چه د دغه فعاليت له لاري خلک په دي ښه پوه کړي چه د هوا کيفيت د هر يو سره اړيکې لري او دغه ورځ به د دي ښار د چاپيريال د ساتنې پر چارو باندې لا ژوره او مثبته اغيزه واچوي ٠

د معلوماتو له مخې سږکال د اپريل په شپاړلسمه نيټه ددي ښار د دريمې دورې د ولسي کانګرس د دايمي کميټې په يو ديرشمه غونډه کې د شين جن ښار د موټرونو د لوګي د ککړتيا د مخنيوي په باب مقررات تصويب شوي دي ٠