د سين هوا اژانس د خبر له مخی ،د چين د روغتيا د وزارت مرستيال ګاو چيانګ پرون ( د جولاي په ٨ نيټه ) د بيلا بيلو درجو له طبی سازمانونو څخه وغوښتل چه د هيواد د بيولوژۍ د ټولو لابراتوارونو د امنيت د تامينولو لپاره مثبت تدبيرونه ونيسی .
ښاغلی ګاو چيانګ په بيجينګ کی د تلويزيونی او تيلفونی غونډې په وسيله ټولو هيوادوالو ته د هغو تحقيقاتو نتيجې اعلانې کړې کوم چه د تير اپريل په مياشت کی دبيجينګ په ښار او دان خوی په ولايت کی د سارس د ناروغۍ د سرايت په هکله سر ته رسيدلی ؤ . هغه په تاکيد سره وويل چه د بيولوژۍ د لابراتوارونو دادارې امنيتی تامين په اوس وخت کی د روغتيا يي چارو د سيستم په وړاندی يوه مهمه او عاجله دنده ګڼله کيږي .
د نوموړو تحقيقاتو د نتيجو سره سم د تير اپريل په مياشت کی د سارس دناروغۍ سرايت له دی امله راپيدا شو چه د چين د ناروغيو د وقايی او کنترول د مرکز د لابراتوار فنی پرسونلو د کار په ترڅ کی له اړوندو مقرراتو څخه غاړه عړولی وه .