<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-09 10:57:58    
د پاکستان په نظر د هند لخوا د نظامی لګښتونو  زياتول هيڅ دليل نه لری

cri

د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د پاکستان د سنا مجلس په اړه د بهرنيو چارو ددايمی کميټی رييس مشاهد حسين سيد د جولاي په ٨ نيټه د پاکستان د دولتی تيلويزيونی سټيشن سره د مرکی په ترڅ کی څرګنده کړه چه د نوي مالی کال لپاره دنظامی بودجې د ډير زياتوالی په هکله د هند عمل هيڅ دليل نه لری .

ښاغلی سيد زياته کړه چه د هند نوموړی عمل يوازي د لويو نظامی قواوو پر بنا د لوي هيواد د مقام د لټولو مقصدلري او دغه اقدام به ضرور د جنوبی اسيا او نړيوالی ټولنی د پوره مايوسۍ سبب وشی .

په همدی ورځ د نوموړی مرکی نه مخکی د هند د ماليی وزير چيدامبارام پارلمان ته د نوي مالی کال لپاره د بودجی لايحه وړاندی کړه او په هغه کی دا شامله شوی چه د هند دفاعی لګښت به په سلو کی ١٨زيات شی او عمومی اندازه يي له ١٦ ملياردو او اوو سوه مليونو امريکايي ډالرو څخه واوړی .