<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-10 16:17:52    
د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو کار به د روان کال د اکتوبر په نهمه نيټه ترسره شي

cri
د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د افغانستان د عمومي انتخاباتو کميسيون د رواني مياشتې په نهمه نيټه اعلان وکړ چې د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو کار به د روان کال د اکتوبر په نهمه نيټه ترسره شي او د پارلمان د انتخاباتو کار به د راتلونکي کال په پسرلي کې اجرا شي ٠ د افغانستان ولسمشرحامدکرزي پخوااعلان کړی و چې د افغانستان د جمهوري رياست او د پارلمان د انتخاباتو کار به د روان کال د سپتمبر په مياشت کې په يو وخت کې ترسره شي ، مګر له دې امله چې د انتخاباتود ترتيباتو په هکله مختلفو سياسي ګوندونو بيلابيلې نظريې درلودې او په افغانستان کې د ملګرو ملتو ارګان انديښنه څرګنده کړې ده چې د افغانستان په بيلابيلو ځايونو کې پوځې واکمنان د پارلمان د انتخاباتو عادلانه کار ته زيان ورسوي نو بيلابيلو خواوو په پاي کې پريکړه وکړه چې لومړي د جمهوري رياست د انتخاباتو کار پيل وشي او د پارلمان د انتخاباتو کاربه وروسته له هغه چې د بيلوبيلو ځايونو محلي پوځي واکمنان بي وسله شي اجرا شي ٠ د ملګرو ملتو سرمنشي کوفي انان په نهمه نيټه په يوه اعلاميه کې د افغانستان د انتخاباتو د کميسيون د نوموړي پريکړې ملاتړ څرګندکړی دی ٠