د يون نان ولايت د چين په جنوب لويديځه سيمه کی واقع دی او اوس په دی لټه کی دی چه د خپلو غني طبيعي ،قومي او کلتوري منابعو څخه په استفادې سره به په راتلونکو درو يا پنځو کالو کی د فلمونو او تلويزيوني ډرامو د جوړولو او وړاندي کولو لپاره په چين کی تر ټولو نه لوي مرکز جوړ کړي ٠
د معلوماتو له مخي ، تر اوسه پوري د يون نان ولايت د څوي شان په غره ، د يو لونګ په خليج اود دالي او لي جيانګ په ځايونو کی د فلمونو او تلويزيوني ډرامو د جوړولو لپاره يو لړمرکزونه جوړ کړيدي ٠ د تير کال د نوامبر مياشتې راهيسي ،د چين د فلمونو او تلويزيوني ډرامو د جوړولو ګروپونو په وار سره په دغو مرکزونو کی فلمونه او تلويزيونی ډرامی جوړي کړي چه شمير يي له ٢٠ نه زيات دی ٠
د چين د يون نان ولايت د جغرافيايي عرض البلد په ټيته درجه او لوړه کی واقع دی او د چين له شمال نه تر جنوب پوري ډول ډول اقليمونه لري ٠ د يون نان ولايت په منځني سيمه کی ګرم دوبي او يخ ژمي نشته او څلور فصلونه يي د پسرلی په شان دي ٠ دغه راز په يون نان ولايت کی ٢٥ ملي اقليتونه اوسيږي او له دې جملې نه ١٥ قومونه د يون نان ولايت ځانګړي قومونه دي ، نو ځکه د چين زيات شميرنامتو ډايرکټرونو اوپانګه اچوونکو خپلې سترګې او توجه د يون نان ولايت غوره طبيعي شرايطو ته اړولی ده ٠
د يون نان د ولايت د والي مرستيال ښاغلي دان ځنګ خبريال ته وويل چه د يون نان ولايت د اقليم ، د مځکني سطحې د جوړښت ، مځکني عوارض او د ژويو تنوع او طبيعي منظرو يي د فلمي او تلويزيوني چارو د انکشاف لپاره ډير ښه شرايط برابر کړيدي ٠ مونږ به له طبيعي غوره والي نه استفاده وکړو اود فلمونو او تلويزيونی ډرامو د اخيستلو لپاره د جوړ شويو مرکزونو په بنسټ به په زيات قوت سره د فلمونو او تلويزيوني ډرامو د جوړولو لپاره مناسب مصنوعي منظره لرونکي ځايونه جوړ کړو او د فلمونو او تلويزيونې ډرامو د جوړولو لپاره به مربوط تاسيسات جوړ کړو تر څو چه د يون نان ولايت په ريښتيا سره په چين کی د فلمونو او تلويزيوني ډرامو د جوړولو لپاره تر ټولو نه په لوي مرکز بدل شی ٠