<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-10 18:16:51    
د کورني د حفظ الصي ساتنه

cri

د کورني په ژوند کې د حفظ الصحي ساتنه ډير مهم کار دي او دغه کار دکورني غړو د روغتيا سره مستقيمې اړيکې لري ٠ نو ځکه مونږ بايد په ورځني ژوند کې دغه کار ته متوجه يو٠ انسان په ژوند کې دوه لاسونه د بدن د نورو برخو په نسبت په بيلا بيلو شيانو وهي ، نو ځکه پر لاسونو باندې ميکروب ډير زيات وي ٠ ښه به دا وي چه له بهر او کار نه کور ته د رسيدو نه وروسته بايد لومړي خپل لاسونه ومينځۍ څو چه ميکروب کم او ليري شي ٠ خو ځيني کسان د لاس د مينځلو عادت نه لري ، دوي چه له بهر نه کور ته راشي ، په هر شي لاس ووهي او ماشوم په غيږ کې ونيسي ٠ دوي نه پوهيږي چه سم په دي اثر د ځينو ساري ناروغيو ميکروب کور او ماشوم ته رسول کيږي ٠ زمونږ بل نظر دا دي کله چه له بهر نه کور ته راشي ، هم بايد خپل بهرني جامې وباسي ، ځکه چه بهرني جامې کرغيړني شوي دي ٠ ځيني خلک دا بد عادت لري کله چه له بهر نه کور ته راشي ، د ستړتيا له امله سم د لاسه پر کټ باندې پريووزي ، دوي نه پوهيږي چه دا به د پوستکې ناروغۍ د رامنځ ته کيدو سبب شي ٠ پرته له دي نه په کور کې شيان او سامانونه دي ښه ترتيب او ځاي پر ځاي شي ٠ دا د کورنې حفظ الصحي د ساتنې له پاره هم لازمه ده ٠ ځيني ښځي کله کله دا عادت لري چه له بهر نه اخيستل شوي شيان لکه سبځي ، غوښې او داسي نور په خپله خوښه د ډوډۍ خوړلو پر ميز باندې ږدي او خامي او پخې غوښې يا سبځي په يوه ټوکري کې اچوي ، ځيني ښځي د ډوډۍ د پخولو په وخت کې په يوه چاړه خامې او پخې غوښې او سبزي پري کوي ، دا هم ښه عادت نه دي ٠ ځکه په خامو سبځيو او غوښو کې د ځينو ساري مرضونو مثلأ د ځګر او پيچ د ناروغيو ميکروبونه موجود دي ٠ که دي ته متوجه نه شي ، نوموړي ناروغۍ به راپيدا شي ٠