<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-11 17:10:35    
د چين د داخلي مغولستان ٧٧ زروتنو خلکو د ميندودپاره د اوبود ژوروحوضونو د جوړولو له پروژې نه ګټې اخيستي دي

cri

دچين د داخلي مغولستان د خودمختارې سيمې د چين شوي خه ولسوالۍ کليوالان چه پخوا يي د اوبو د کموالی غمونه او کړاونه ګاللي ،اوس د ميندولپاره د اوبود ژوروحوضونو د جوړولو له پروژې نه د ګټو اخيستونکو په حيث د اوبو د کموالی له مشکلاتو نه خلاصون موندلی او هره ورځ مخونه او په اونۍ کی يو ځل بدنونه مينځلي شي ٠

د پراخی مځکې د مينې او د ميندولپاره د اوبود ژوروحوضونو په نامه يوه پروژه اوس د چين د لويديځې برخې د اوبو د کموالي حالت بدلوی٠

د چين د ښځو د ملي اتحاديي او د چين د ښځو د انکشافي صندوق له خوا ابتکار شوي دغه پروژه د ٢٠٠٠ کال له اګيست نه پيل شوي او مقصد يي د ټولنې مختلفو حلقو ته بلنه ور کول دي چه د چين د لويديځې برخې په سختو وچو سيمو کی د باراني اوبو د ذخيرې د ژوروحوضونو د جوړولو لپار ه ښځو او کورنيو ته نغدي بسپنې ور کړي څو چه ددوي د څښلو اوبو کموالی ليری شی ٠ د چين د ښځو د انکشافي صندوق د سرمنشي مرستيالې ميرمنې چين ګو اينګ داڅرګنډه کړه چه ددې پروژې د تطبيق د درو کالو راهيسي ،د ١٣٠ مليونوژن مين بي يونو په اندازه خاصې پانګې اچول شوي او د چين د لويديځې برخې په ١٥ ولايتونو ، خودمختاروسيمو اولويو ښارونو کی د باراني اوبو د ذخيرې لپاره څه د پاسه ٩٠ زره د اوبو ژورحوضونه اوپه متمرکزه توګه د اوبو دعرضې له پاره ١٠٧٠ کوچني پروژې جوړې شوي دي چه له دی برکته نژدی ٩ لکه تنه خلک د څښلو اوبوله مشکلاتو نه ژغورل شويدي ٠ د اوبودغه ډول ژورحوضونه چه له سمنټو نه جوړې شوي ،د بارانونو او واورو د اوبو د ذخيرې کولو له ﻻرې د نيم او يوه کال لپاره د ګټې اخيستلو وړ اوبه ذخيره کولي شي ٠

د داخلي مغولستان په ګرده خودمختاره سيمه کی ،د هغه نفوس شمير چه د اوبو د کموالی له مشکلاتو سره مخامخ دي ، ٢ مليونه ٦ لکو ٥٠ زرو تنو ته رسيدلي دي ٠ په دې سيمه کی ميندوته د اوبود ژوروحوضونو د جوړولو لپاره د لسو مليونو اوولکو ژن مين بي يونو په اندازه پانګې اچول شوي او په دي پيسو سره د باراني اوبو د ذخيرې لپاره ٢٤٣٢ ژورحوضونه ، په متمرکز ډول د اوبو د عرضې لپاره ١٢٤ کوچني پروژې او ٧٨٧ لويي څاه ګانې جوړې شوي چه له دی برکته د اوبو د څښلو په برخه کی د نژديو ٨٠ زرو تنو مشکلات ليري شويدي ٠

د ميندولپاره د اوبود ژوروحوضونو د جوړولو پروژه د چين د لويديځې برخې په غريبو سيموکی له غريبو خلکو سره د مرسته کولو پروژه ګرځيدلې ده ٠ د داخلي مغولستان د خودمختارې سيمې د ښځو د اتحاديي مامورې ميرمنې سولييا وويل ښايي چه د غريبو سيمود هرې ميندې لپاره د اوبود يوه ژورحوض جوړول به د يوې کورنۍ برخليک بدل کړي اوحتی د لويديځې برخې د ژوندانه چاپيريال به بدل کړي چه داراتلونکونسلونو ته ګټه رسوونکي پروژه ده ٠

د چين لويديځه برخه په مځکنی کره کی له ډيرو سختو وچو سيمو نه شميرله کيږی ٠ ددې برخې په زياتو ځايونو کی دبارانونو اوريدو کلنی اندازه له ٣٠٠ ميلي مترو نه کمه ده ، خو د اوبو د تبخير کولوکلني اندازه يي ٢٠٠٠ ميلي مترو ته رسيږي ٠ د طبيعي شرايطو د خرابوالی او نورو علتونو له امله ، اوس د چين په وروسته پاتي سيمو کی لا هم څه د پاسه ٢٠ مليونه تنه خلک د اوبو څښلو له مشکلاتو سره مخامخ دي او په چين کی له ٣٠٠ مليونوتنو نه زيات بزګران دي چه د څښلو اوبه يي د داډ وړ مرحلې ته نه دي رسيدلي ٠

د چين د ښځو د انکشافي صندوق له خوا د برابر شويو اسنادونه څرګنډه شوي چه په ځنيو وچو ځايونو کی د کورنيو انسانې قوې د ورځې د دريمې برخې په وخت کی د اوبو په را وړلو لګيا دي ٠ دوي د شپې له خوا له خوبه پاڅيږي او له ليري ځايونو نه اوبه راوړي او ځيني خلک حتی د يوځل د اوبو راوړلو لپاره تمامه ورځ مصرفوی ٠

اوس د ميندولپاره دژوروحوضونو د جوړولود پروژې د تطبيق له ﻻرې د چين د نژديو٩ لکو غريبو کورنيو د ويدی ٠ علاوه پر دی ، د چين د ښځو د انکشافي صندوق له خوا په اچول شويو خاصو پانګو کی ځينو پيسو هم له زياتو غريبو ماشومانو سره مرسته کړې چه بيا ښوونځيو ته داخل شويدي ٠

د تير کال د دسمبر په ٢٧ مه نيټه ، په نړۍ کی د اوسيدنکو چينايانو او خارجي تابعيت لرونکو چينايانو له خوا په ګډه سره ميندو ته د اوبوژورو د جوړولو لپاره عملياتي لويه غونډه د چين په مرکز بيجنګ کی پرانيستله شوه ٠ دغه غونډه د

چين د ښځو د انکشافي صندوق او په نړۍ کۍ د اوسيدونکو چينايانو او خارجي تابعيت لرونکو چينايانو د عمومي اتحاديي له خوا جوړه شويده ٠ د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کميټې مرستيالې او د چين د ښځو د ملي اتحاديي مرستيالې ميرمنې ګو سيو ليان په دی غونډه کی د ټولنې مختلفو حلقو ته بلنه ورکړه چه په مداومه توګه دی د ميندو د اوبو ژوروپه نامه د پروژې دغې خيريه داعيي ته توجه او پاملرنه ور کړي او د اوبو ژورو د جوړولو لپاره دی زيات خدمتونه وکړي ٠