<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-12 17:28:00    
چين په کليو کښی له غريبواوسيدونکو سره د مرستی په برخه کښی د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړی دی .

cri

د څه دپاسه شلو کالو د کوششونو له برکته د چين په کليو کښی د ډيرو غريبو وګړو شمير په ١٩٧٨کال کښی له دوه سوه پنځوسو مليونو تنو څخه د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری نه ويشت مليونه تنو ته کم شوی دی ،په کليو کښی د غريبوخلکو د څښاک او پوښاک مسئله اساسا حله شوی ده .

په چين کښی زياتره غريبان دمنځنی لويديځ چين په غرنيو سيمو ، د ملی اقليتونو په سيمو او سرحدی سيمو کښیميشته دی .د غريبو بزګرانو سره د مرستی او ترڅنګ يی د مرسته شويو پانګو څخه د ښی استفادی دپاره چين په ذکر شويو سيمو کښی پنځه سوه دوه نوی غريبی ولسوالی ټاکلی دی ، بيلو بيلو ولايتونو خودمختارو سيمو او ښارونو د خپل محلی ځای د واقعی حالاتو له مخی يو لکه اته څلويښت زره بی وزلی کلی ټاکلی دی .دغه بی وزلی ولسوالی او غريب کلی په جلا جلا توګه دکليو د غريبو اوسيدونکو په سلوکښی شپيته او اتيا برخه نيسی .

د چين حکومت له بی وزلو بزګرو سره د مرستی مالی مرستی ترتيبی کړی او کا ل په کال يی نوموړ یپانګی زياتی کړی دی ، همدا راز يی په ټاکلی وخت کښی غريبو بزګرو ته کريدتونه ورکړی دی او مقصد يی دا د ی چه د سبو او غلودانو د کرلو او د نيالګيود کيښنولو، دکورنيو حيواناتو او کبانو د روزلو ، د پروسيس کولو چارو ته او د عايداتو دزياتولو په برخه کښی نورو پروګرامونو د پراختيا دپاره برخه له بزګرانو سره مرسته کوی .

سربيره پردی چين د غريبو سيمو او غريبو بزګرو دپاره يو لړ امتيازی پاليسۍ طرح کړی دی ، مثلا دچين حکومت غريبو بزګرو دغلودانو د پلان او فرمايش وظيفه معاف کړی ده ، ددوی دامدادی کريدتونو داستفادی وخت يې په مناسب ډول اوږد کړی او زراعتی ماليات يی کم کړی دی او داسی نو ر.د غريبو سيمو سره دمرستی دپاره عمده پاليسۍ په دی ډول ده چه مرکزی حکومت د غريبو سيمو دپاره مالی مرستی برابری کړی ، د هغو تصديو په مقابل کښی به چه په غريبو سيمو کښی نوی جوړی شوی او يا د پرمختلليو سيمو له خوا پکښی جوړی شوی ، په درو کالو کښی ماليات معاف کړی ، په مناسب ډول به د اوبو د مخزن د شاو خوا سيمو د ابادۍ صندوق او د نوموړو سيمو د ساتلو د صندوق ستندرد به لوړ کړی ،څو چه په خاص ډول د نوموړو سيمو د مهاجرينو د څښاک او پوښاک د مسئلی د حل دپاره تری استفاده وشی .

په دی وروستيو کلونو کښی چين په منځنی لويديځو سيمو کښی لا زياتی پانګی اچولی دی او ور څخه يی زيات ملاتړ کړی دی او همداراز يی په غريبو سيمو کښی د اقتصادی او ټولنيز انکشاف د ملا تړ دپاره يو شمير نوی پاليسۍ طرح کړی دی .

دسږ کا ل د پيل نه راهيسی چين په کرنه کښی لا زياتی پانکی اچولی دی او د بزګرو سره د مرستی ، پر بزګرو باندی د مالياتو د کمولو او د کرنی وړ مځکو د ساتنی د پاليسۍ د تطبيق له لاری يی زراعتی بنسټ کلک کړی دی ، د بزګرو عايدات او د غلودانو توليدی اندازه هم زياته شوی ده .

په کرنه کښی د چين د مرکزی حکومت له خوا په کار اچول شوی لګښتونه په سلو کښی ديرش زيات شوی دی . هغه بزګران چه غله جات کری ، له حکومت څخه مستقيمه مرسته تر لاسه کولی شی ، زراعتی ماليات هم ګام په ګام ټيټ شو ی دی ، او په پنځو کالو کښی به دغه ماليات پوره لغوه شی ،د دغو پاليسيو د تطبيق په نتيجه کښی د غلودانو توليدات او د بزګرو عايدات ډير زيات شو ی دی . د زراعت د وزارت له اسنادو او معلوماتو څخه څرګنديږی چه اټکل کيږی روان کال دوبنی

غله جات دوه مليارده او پنځه سوه مليونه کيلو ګرام زيات شی ، امکان شته چه هغه ناوړه حالات به بدل شی کوم چه دغلودانو توليدی اندازه کال په کال کمه شوی وه .