<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-13 20:36:43    
د نړۍ د نفوسو ورځ

cri

د ١٩٨٧ کال د جولای په ١١ مه نيټه ، د نړۍ نفوس له ٥ مليارډو نه اوښتی دی ، د نفوس موضوع ته د بينالمللي ټولنې د زياتې توجه د راجلبولو لپاره ، د م م د نفوسو صندوق د ١٩٩٠ کال د جون په مياشت کی د هر کال د جولاې ١١ مه نيټه د نړۍ د نفوس د ورځې په توګه وټاکله او د مختلفو هيوادو له حکومتونو او غير حکومتي سازمانونو څخه يي وغوښتل چه د هر کال په دې ورځ کی د يادونې فعاليتونه پرځای کړي ٠

دغه راز د م م د نفوسو صندوق سر له ١٩٩٦ کال نه ،د هر کال د نړۍ د نفوسو د ورځې لپاره يوه تبليغاتي اصلي موضوع ټاکلي او سږني تبليغاتي اصلي موضوع يي دا ده چه د نفوس او انکشاف د بينالمللي لويي غونډې د لسمې کاليزي يادونه ٠

د ١٩٩٤ کال په سپتمبر کی ، د نفوس او انکشاف دريمه بين المللي غونډه د مصر په مرکز قاهره کی جوړه شوه او دغې غونډې لومړی ځل نفوس د انکشاف له موضوع سره تړلی دی ٠ په غونډه کی ځينو ګډون کوونکو نماينده ګانو دې ته اشاره وکړه چه د ښځو د حقوقو او ګټو تضمين کول ، د نارينه وو او ښځو د مساوات تر سره کول او په سياسي او اقتصادي انکشاف کی د ښځو د برخې اخيستې پرمخبيول د نفوس او انکشاف د لايحې د ښه عملي کولو لپاره ډير مهم دي ٠غونډې د ١٩٩٤ کال د نفوس او انکشاف په باب د قاهرې سند يعني عملياتي پروګرام تصويب کړ ٠ په عملياتي

پروګرام کی د راتلونکو شلو کالو د نړۍ د نفوسو په باب ستراتيژۍ طرحه شوي او

د اقتصادي انکشاف ، د غربت د له منځه وړلو ، د تعليم د تعميم ، د ښځو د مقام د لوړوالی او د بشري قوې د منابعو نه د استفادې په باب د نفوس اوانکشاف په ساحو کي هدفونه او عملياتي تدبيرونه وړاندي شويدي ٠

سږکال د عملياتي پروګرام د عملي کيدو لسم کال دی ٠ د نړۍ د مختلفو هيوادو د حکومتونو د زيات کوشش له لاری ، د درس لوستلو ، کار کولو ، کورني لارښوونې او د ايدز ناروغۍ د وقايي په برخو کی د ښځو حالت تر بيلا بيلې اندازی پوري ښه شوی اود ژوند متوسط عمر يي لوړ شويدی ٠زيات شمير هيوادو د لسو کالو راهيسي ، په عمده توګه داسي تدبيرونه غوره کړيدي چه په تعليم او تربيه کی يي د ښځو مستحق ګډون لوړ ، د ښځو د کار کولو فرصتونه يي زيات ، د ښځو د روغتيا ساتنه يي پياوړی کړی او داسي نور ٠

چين په نړۍ کي يو داسي پرمختيايي هيواد دی چه نفوس يي تر ټولو نه زيات دی ٠ له يوې خوا د چين نفوس زيات دی ، د نفوسو د زياتوالي سرعت يي چټک دی ، د نفوس د پوهې سويه يي ټيټه ده ، د نفوس جوړښت يي معقول نه دی او د نفوس د امنيت په برخه کی پرابلمونه موجود دي ٠ د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوري ، د چين د نفوس عمومي شمير ١٣٠٠ مليونو تنو ته نژدی شوی او د نفوس فشارونه يي ډير درانده دي ٠ له بلې خوا ، د تيرې پيړۍ د اوومې لسيزې له سر نه ، چين د کورني لارښوونې پاليسي عملي کړي او د لنډو شلو کالو په موده کی يي په موثره توګه د نفوس د چټک زياتوالي تمايل کنترول کړيدي ٠ په دي شلو کالو کي په چين کی ٣٣٨ مليونه تنه کم زيږيدلي چه له دی امله ٩ کاله وروسته د چين نفوس يو مليارډو دوو سوو مليونو ته رسيدلی او څلور کاله وروسته د نړۍ نفوس ٦ مليارډو ته لوړ شويدی ٠

د روان کال د نړۍ د نفوسو د ورځې د يادونې لپاره ، د چين د نفوسو او کورني لارښوونې کميټې د ميندو روغتيا او د نجونو ودې ته پاملرنه ور کول په چين کی د جولای د ١١ مې نيټې د نړۍ د نفوسو د ورځې د تبليغاتي فعاليت د اصلي موضوع په توګه ټاکلي دي ٠