<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-13 20:41:01    
د چين ماشومانو د عراق د کوچنيو ملګرو په عنوان ليک کی خپلې ښې هيلې څرګندې کړيدي

cri

په عراق کی د چين د سفارت د بيا پرانيستلو لپاره د چين ګروپ د جولاي په ٥ مه نيټه د عراق د موقتي حکومت د پوهنې وزارت ته د چين د ماشومانو يو ليک وسپاره ٠ د چين ماشومانو په نوموړی ليک کی په جګړو کی دګالل شويو بدمرغيو له امله د عراق کوچنيو ملګرو ته ژوره همدردی څرګنده کړي او هيله يي کړيده چه دوي به ژر تر ژره سوله ايز او نيکمرغه ژوند وکړي ٠

د عراق د پوهنې د وزارت يوه مامور د نوموړی ليک د اخيستلو نه وروسته د چين له ماشومانو نه مننه څرګنده کړه ٠ هغه وويل چه د دوبني رخصتی د ختميدو نه وروسته به زه دغه ليک د عراق يوه ابتدايي ښوونځي ته وسپارم او هيله لرم چه د چين ماشومان او د عراق ماشومان يو له بل سره اړيکي وساتي ، يو بل ته ليکونه وليکي او دوستي ټينګه کړي ٠

دغه ليک د بيجينګ د لويديځی سيمې د يومين د ابتدايي ښوونځي د ټولو شاګردانو له خوا ليکل شويدی ٠ دوي په ليک کی ويلي چه مونږ خبر شوي يو چه د عراق خلک به ډير ژر د دولت سياسي واک په لاس کی ونيسي اويو عزتمن ژوند به تير کړي ، نو مونږ له دي امله ډير خوشخاله يو ٠

د چين شاګردانو په ليک کی په جګړه کی د ګالل شويو کړاوونو له امله د عراق ماشومانو ته خپله ډيره همدردي څرګنده کړي او صميمي هيله يي کړيده چه د عراق کوچني ملګري به د جګړي له اور نه بچ کړای شي ٠ د چين ماشومانو د ليک په پای کی ويلي چه کله چه تاسي بيا خپل ابي اسمان ولری او سوله ايز مرغان په ازاد ډول د عراق په اسمان کی والوزي ، مونږ به ستاسو لپاره خپل اوازونه پورته کړو٠ مونږ صميمي هيله لرو چه تاسي د جګړې له اور نه بچ کړاي شي او د تل لپاره نيکمرغه ژوند وکړی ٠ په تيره بيا مونږ هيله لرو چه زمونږ نړۍ تل له سولې نه ډکه او زمونږ ژوند تل نيکمرغه وی ٠