<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-14 08:49:29    
پاکستان او افغانستان به په ګډه اوپرله پسی توګه تروريزم ته ضربت ورسوی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی د پاکستان خارجه وزيرخورشيد قصوری او د افغانستان خارجه وزير عبدللۀ د جولاي په ١٣ نيټه په اسلام اباد کی سره خبری اتری وکړی او د هغو په ترڅ کی يي څرګنده کړه چه دواړه هيوادونه به د خپلی سيمې له تروريزم سره په مبارزه کی خپل منځی همکارۍ ته دوام ورکړی .

د نوموړو خبرواترو نه وروسته په يوه ګډ مطبوعاتی کنفرانس کی خارجه وزير عبدلله وويل چه له تروريزم سره مبارزه کول د افغانستان او پاکستان له مشترکو ګټو سره سمون خوری .

د دواړو هيوادونو د خارجه وزيرانو په نظر تروريزم نه يوازي د پاکستان او افغانستان ، بلکه د ټولی سيمې امنيت او استقرار تر ګواښ او تهديد لاندی راوستلی دی . دواړو خواوو دا څرګنده کړه چه دتروريزم په ضد مبارزه کی د دواړو هيوادونو ترمنځ همکارۍ ته دوام ورکړی .

خارجه وزير عبدلله پاکستان ته دخپل درې ورځنی سفر لپاره په همدی ورځ اسلام اباد ته ورسيد .