<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-14 18:34:39    
د چين فارغ شوي محصلين غواړي چه په لويديځه سيمه کې ستر خدمتونه ترسره کړي

cri

په دي وروستيو کلونو کې د چين د لويديځې سيمې د اقتصادي پرمختيا د چاپيريال په ښه والي سره مخ په زياتيدونکې فارغ شوي محصلين غواړي چه د خپلې چارې د پرمختيا له پاره لويديځي سيمې ته لاړ شي چه په دي بهير کې يو زيات شمير يي غواړي چه د داوطلبانو په توګه د لويديځې سيمې د پوهنې ، روغتيا او د کرنې د پرمختللو تخنيکونو د ترويج په هکله خپل خدمتونه ترسره کړي ٠ ښاغلي مو فونګ د بيجينګ پوهنتون فارغ شوي محصل دي او سږکال درويشت کلن دي ٠ پروسږکال هغه يو ډير ښه کار پريښود او د شمالي چين دمغولي قوم د خودمختاري سيمې د يو اساسي يونيټ روغتيايي څانګه يي انتخابه کړ او د يو داوطلب په توګه يي په کار پيل وکړ ٠ د خپل دغه انتخاب د يادولو په وخت کې هغه وويل چه د نورو ډيرو محصلينو په شان زه هم غواړم چه په لويو ښارونو کې يو ثابت کار پيدا کړم او خپل ارام ژوند وساتم ، خو له بلې خوا زه هم هيله من يم چه د ټولنې له پاره يو ارزښناک سړي وګرزم او ستر خدمتونه ترسره وکړم خو په ډيرو لويو ښارونو کې د لوړې علمي درجه لرونکې کسان ډير پيدا کيږي ، خو زما له پاره په داسي حالاتو د کار کولو چانس ډير لږ ښکاري ٠ نوځکه مي فيصله وکړه چه لويديځي سيمي ته لاړ شم او د شرائطو سره سم کار وکړم ٠

پروسږکال په چين کې د لويديځې سيمې د ودانولو له پاره د محصلينو د داوطلبانه خدمتونو په باب پلان طرح شوي د دغه پلان له مخې د لويديځو سيمو د دوو لسو غريبو ولايتونو ، ښارونو او سيمو دپوهنی، روغتيا ، زراعتي تخنيکونو د پرمختيا او د غربت د له منځوړلو په هکله د يو يا دوو کالو له پاره خدمتونه بايد کارونه ترسره شي چه په همدي کال کې څه د پاسه څلورو زرو تنو محصلينو نوموړي پلان ته مثبت ځواب ورکړ او خپل نومونه يي ثبت کړي دي ٠ د محصلينو د داوطلبانه خدمتونو او د اړوندې څيړنې د مرکزڅيړونکي دين يوان جو وويل چه د لويديځي سيمې ودانول با استعداده کسانو ته پوره اړتيا لري ٠د لويديځو سيمو له پاره د داوطلبانه خدمتونو په باب پلان په حقيقت کې د نوموړي سيمې د ودانولو په هکله د با استعداده کسانو د ستراتيجۍ يوه مهمه برخه ده او دا هم د محصلينو د ځانګړي ترقۍ له پاره يو ښه فرصت ګڼل کيږي ٠

د معلوماتو له مخې د لويديځو سيمو په ډيرو ځايونو کې د داوطلبو محصلينو د صداقت او ښو خدمتونو له امله د محلي ځاي زياتو ولسونو تود هرکلي کړي او په دي توګه د نوموړو مختلفو ځايونو له ولسونو سره ژوره دوستۍ قايمه کړي ده ٠ ښاغلي موفون په دي هکله وويل چه د خدمتونو د تر سره کولو په بهير کې هغوي ډيرې ګټې په تيره بيا دټولنې په نسبت زيات معلومات ترلاسه کړي او هم يي په ټولنه کې اطمينان لوړ شوي دي ٠ د خبر له مخې سږکال هم څه د پاسه پنځوس زرو تنو فارغ شوي محصلين د لويديځو سيمو د ودانولو له پاره خپل نومونه ثبت کړي او دي ته چمتو دي چه د لويديځو سيمو د ابادولو په لاره کې ستر خدمتونه تر سره کړي ٠