<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-14 20:47:48    
د ماو ځه دونګ په باب يو لړ معلومات

cri

د چين د ولسي جمهوريت جوړونکيی او د چين د نوي ديموکراتيک او سوسياليستي انقلاب لارښوونکي ماو ځه دونګ د ١٨٩٣ کال د دسمبر په ٢٦ نيټه د چين د خونان ولايت د شيانګ تان ولسوالۍ د شاوشان څونګ د يوه کلي د بزګر په کور کې زيږيدلی و ٠ په هغه وخت کې د چين د چينګ فيوډالي او امپراطوري تسلط د تزلزل په حال کې و٠ ماوځه دونګ د کوچنيتوب او زلميتوب په وخت کې د کتابونو د لوستلو سره ډيره علاقه او مينه لرله ٠ هغه به نه يوازي د چين کتابونه بلکې يې زيات شمير بهرني کتابونه يې هم لوستل ٠

په ١٩١١ کال کې ځوان ماو ځه دونګ د خونان ولايت مرکز چانګ شان ښار ته لاړ او په يو منځني ښوونځي کې به يې زده کړه کوله ٠ په همدې کال په چين کې د لوي انقلابي شخصيت سون ايت سيان په مشرۍ يو ستر انقلاب راپيښ شو او ددې انقلاب له امله د چين فيوډالي امپراطوري تسلط له منځه ولاړ ٠ ماوځه دونګ په خپلو سترګو ددې ستر انقلاب بري وليد٠ او په زلميتوب کې يې مارکسيزم او لينينيزم ومنل ٠ د ١٩٢١ کال د جولاي په مياشت کې ماو ځه دونګ د خونان ولايت د کمونيستي ګروپ د غړو په استازيتوب د چين د شانګهاي په ښار کې د چين د کمونيست ګوند په لومړي ملي کانګرس کې ګډون وکړ او د ١٩٢٣ کال دجون په مياشت کې يې د جنوبي چين د ګوانګ جو په ښار کې د چين د کمونست ګوند په دريم ملي کانګرس کې برخه واخيستله او په دې غونډه کې هغه د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د غړي په توګه انتخاب شو٠ د ١٩٢٧ کال د اګيست په ٧ نيټه ماو ځه دونګ د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د کانديد غړي په حيث وټاکل شو ٠ددې نه وروسته هغه د مني په موسم کې بلوا رامنځته کړه او د چين سره اردو يې جوړکړ٠

د ١٩٣٥ کال د جنوري په مياشت کې د چين د ګوي جو ولايت د ځوين يي په ښار کې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غونډه جوړه شوه ، ماو ځه دونګ په دې غونډه کې د ګوند د مرکزي کميټې د سکرتريت د منشي په توګه وټاکل شو٠ نو په دې ستر تاريخي اهميت لرونکې غونډه کې د چين په کمونست ګوند کې د ماوځه دونګ د مشريتوب مقام قايم شو٠ د هغه وخت نه وروسته د ماو ځه دونګ په مشرۍ د کمونست ګوند د مرکزي کميټې تر سمې لارښودنې لاندې د چين د سره اردو اوږدمارش په بري سره خپل مقصد ځاي ته ورسيد٠ د ١٩٤٣ کال د مارچ په مياشت کې ماو ځه دونګ د مرکزي کميټې لخوا د ګوند د مرکزي کميټې د رئيس او د سياسي بيورو د رئيس په توګه انتخاب شو٠د هغه وخت نه د ده د مړينې تر وخت پوري دا ماموريت د ماو ځه دونګ لخوا ترسره کيده ٠

د ماوځه دونګ په مشرۍ او د چين د کمونست ګوند تر لارښودنې لاندې د چين خلکو د جاپان د تيري په ضد اته کلنه جګړه وکړه او وروستني بري يې وموند ٠ ورپسي د چين د کمونست ګوند تر لارښودنې لاندې د چين ازادي بخښونکي اردو او خلکو په درې کلنه کورنۍ جګړه کې د جيانګ جي شي ( چانګ کاي شيک ) ارتجاعي رژيم نسکور کړ او د چين د نوي ديموکراتيک انقلاب بري يې ترلاسه کړ٠د ١٩٤٩کال د اکتوبر په لومړي نيټه فقيد رئيس ماو ځه دونګ د چين د مرکز د تيان ان من په لوژ کې د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس اعلان وکړ٠

د چين د نوي ديموکراتيک انقلاب د بري موندلو نه وروسته د ماو ځه دونګ تر لارښوونې لاندې د چين کمونيست ګوند او د چين د بيلابيلو قومونو خلکو د سوسياليستي انقلاب او ابادۍ په چارو کې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړل ٠

په څه دپاسه ٥٠ کالو کې ماو ځه دونګ د مارکسيزم او لنينيزم عمومي حقيقت د چين د انقلاب د مشخص عمل سره يو ځاي کړی او د انقلابي تيوري او عمل له نظره د چين د خلکو او د ټولې نړۍ د خلکو دپاره يې سترې کارنامې رابرسيره کړې نو په دې وجه هغه د چين او نړۍ د خلکو ډيره مينه او احترام ترلاسه کړ٠

ماو ځه دونګ د ١٩٧٦ کال د سپتمبر په نهمه نيټه په بيجنګ کې له دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې ٠