<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-15 16:51:43    
حامد کرزي هيله من دی چې د افغانستان او چين ترمنځ د نيک ګاونډيتوب او دوستۍ مناسبات نور هم پياوړي شي

cri
;ګرانو دوستانو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جولاي په ١٤ نيټه په کابل کې د جمهوري رياست په ماڼۍ کې دچين د مطبوعاتي هيئت سره وکتل او ورسره يې مرکه وکړه ٠ اوس مونږ د دې هيئت د غړو او د چين دبينالمللي راډيو د خبريالانو لخوا ليکل شوي يو راپور تاسو ته وړاندې کوو٠ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د مرکې په بهير کې وويل اوس د افغانستان اقتصاد د بيا اعاده کيدو په حال کې دی او د بيا رغانې بهيريې هم په سالـم ډول روان دی ، نورې چارې هم په پر له پسي توګه انکشاف مومي ٠ هغه د افغانستان د بيا رغاونې په بهير کې د چين د حکومت او خلکو د ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه او هيله يې وکړه چې د سوداګري ، د پانګو اچونې او د تروريزم سره د مبارزې په برخو کې د چين سره خپله همکاري ژوره کړي ٠ هغه وويل چين د افغانستان يو لوي ګاونډی هيواد دی او د دواړو هيوادونو ترمنځ عنعنوي او ژوره دوستي موجوده ده ٠ چين په تيرو دوو نيمو کالو کې د افغانستان د سياسي بهير د ثابت پرمختګ او د افغانستان د بيا رغاونې دپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي ٠ مونږ د چين او د چيني خلکو سره خپلو دوستانه مناسباتو ته په ډيره درنه سترګه ګورو٠ د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاري د يادونې په وخت کې ښاغلي کرزي وويل د افغانستان حکومت ژمنه کوي چې د افغانستان په خاوره کې د چين د حکومت په ضد د هرفعاليت د رامنځته کيدو اجازه به نه وي ٠دغه راز که د طالبانو او يا د القاعدې فعاليتونه به ممنوع وي ٠ هغه وويل مونږ به په هيڅوجه پرينږدو چې زمونږ په سرحدي سيمه کې تروريستي فعاليتونه رامنځته شي ٠ ځکه دا نه يوازې د افغانستان ملي امنيت ته بلکې د چين امنيت ته هم تاوان ورسوي ٠ افغانستان د تروريزم په ضد ساحه کې د چين ډير ښه همکار هيواد دی ، افغانستان به تر خپلې وسې پورې په خپل هيواد کې تروريستي فعاليتونه له منځه يوسي په عين وخت کې به افغانستان د تروريستي فعاليتونو د رامنځته کيدو د مخنيوي په برخه کې د چين سره خپل کومکونه برابرکړي ٠ ښاغلي حامد کرزي وويل اوس د افغانستان د بيا رغاونې په بهيرکې ترټولو نه مهمه موضوع کورنی امنيت دی ٠ دا موضوع د هيواد د بيا رغاونې په بهير کې يو ډير سخت خنډ دی ، دغه راز د بشري منبع او د ماليې کموالی هم د حکومت په وړاندې نورې دوې مهمې مسئلې دي چې بايد حل يې کړی شي ٠ هغه وويل د تيرو ديرشو کالو د جکړو له امله د افغانستان په هره ساحه کې د بااستعداد کسانو کمبود رامنځته شوی دی ، اوس حکومت د روزنې او تربيې پلان جوړکړی دی او مقصد يې دا دی چې بايد ژر تر ژره ډول ډول بااستعداد ځوانان وروزل شي څو چې د هيواد د بيا رغاونې اړتياوې پوره شي ٠ مونږ د بينالمللي ټولنې څخه مننه کوو چې د افغانستان د موضوع په باب د برلن په غونډه کې يې د افغانستان د بيا رغاونې دپاره د٨٥٠ مليونو امريکايي ډالرو په اندازه د مرستو ورکولو ژمنه وکړه ، خو دغه پانګه د افغانستان د بيا رغاونې داړتياوو د پوره کولو دپاره کمه ښکاري ٠ د جمهوري رياست د راتلونکو عمومي انتخاباتو په باب چې د اکتوبر په مياشت کې به ترسره شي ښاغلي کرزي وويل زه هيله لرم چې په دې عمومي انتخاباتو کې بری ترلاسه کړم ، زما اصول دا دی چي په افغانستان کې اقتصادي اصلاحات رامنځته شي ، زه هيله لرم چې د افغانستان راتلونکې نور هم ښکلی وي ، زما مرام دا دی چې افغانانو ته اقتصادي سمسورتيا او سعادتمني ورسول شي ٠ هغه زياته کړه چې د احصاييې سره سم اوس دنومونو د ثبت شويوانتخاب کوونکو شمير له اوو مليونو تنو څخه اوښتی دی چې له دې جملې څخه په سلو کې ٤٠ ښځې دي ، نو له دې څخه څرګنده شوې چې اوس افغانستان دواقعي پرمختګ په حال کې دی ٠ د مخدره موادو د منع کولو په باب ښاغلي کرزي وويل مخدره مواد د تروريزم د پاره اقتصادي مرسته برابروي ، هغه د هيواد امنيت او د اقتصاد منفي اغيزه کوي ، هغه هيله وکړه چې بينالمللي ټولنه د مخدره موادو د منع کولو په برخه کې د افغانستان سره همکاري وکړي ، هغه وويل افغانستان د مخدره موادو د له منځه وړلو دپاره ډير جدي پلان جوړکړی دی ، هغه باور څرګند کړی دی چې د مخدره موادو د منع کولو په باب کار به هرومرو برياليتوب ترلاسه کړي ٠