د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ، د پاکستان د اسوشټد پرس خبری اژانس د جولای په ١٥ نيټه خبر ورکړ چه د امريکی د خارجه وزير مرستيال ريچارد ارميتاج چه اوس په پاکستان کی په سفر بوخت دی ، په همدی ورځ د پاکستان له صدراعظم چودری شجاعت حسين سره د کتنی په ترڅ کی څرګنده کړه چه له تروريزم سره په مبارزه کی د پاکستان سره له همکارۍ څخه پرته ، امريکا له پاکستان سره دخپلو طولانی او ستراتيژيکی روابطو د ټينکولو هيله هم لری .
خبر وايی – د خبرواترو په ترڅ کی صدراعظم حسين دا څرګنده کړه چه پاکستان له امريکی سره خپلو دوستانه روابطو ته په درنه سترګه ګوری او هيله لری چه د دواړو خواوو د همکارۍ په بهير کی يو ډول پراخ بنسټ لرونکی او دايمی روابط ټينګ کړای شی . هغه زياته کړه چه پاکستان د تروريزم په اثر هم سخت تاوانونه ليدلی دی ، نو د پاکستان حکومت به په جديت سره په خپل هيواد کی تروريستان او د هغوی پيروان له منځه يوسی تر څو خپل هيواد د تروريستی تهديد او ګواښ څخه خلاص کړی شی .
ارميتاج په همدی ورځ د پاکستان له خارجه وزير خورشيد قصوری سره خبری اتری وکړې او دواړو خواوو د تروريزم سره په مبارزه کی د خپل منځی همکارۍ د پياوړتيا موافقه وکړه .